مزارشريف (پژواک، ۱۸ زمری ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا غړو او يو شمېر اوسېدونکو د ولسمشر د لومړي مرستيال په تړاو د بشري حقونو خپور شوى راپور ناسم وباله خو ځينو نورو بيا یاد راپور تاييد کړ.
د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې د زمري په ۱۸مه د مدني ټولنو ځينو فعالانو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو د غونډې په ترسره کولو د جنرال دوستم په تړاو د بشري حقونو نړيوال سازمان د خپاره شوي راپور پر وړاندې غبرګون وښود او نوموړی يې د افغانستان له ژغورونکو مشرانو څخه يو وګاڼه.
د بشري حقونو نړيوال سازمان په دې وروستيو کې د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم د شمال په فارياب ولايت کې د شوو وروستيو نظامي عملياتو په ترڅ کې د بشر د حقوقو پر نقض تورن کړی دی.
د بلخ ولايت مدني فعال سيد محمد يزدان پرست په نننۍ غونډه کې د بشري حقوقو نړيوال سازمان د ځينو افغان سياسي مشرانو پر شخصيت وژنه تورن کړ.
نوموړي زياته کړه چې دغه سازمان څه موده وړاندې د بلخ پر سرپرست والي عطامحمد نور هم ورته تور پورې کړی و او اوس يې د شمال زون په بل سياسي مشر جنرال دوستم بې ځايه تور پورې کړی دی.
هغه وايي، که چېرې د بشري حقوقو نړيوال سازمان رښتيا هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر ناقضينو خبره کوي؛ نو لومړی بايد د پاکستان ISI اداره تر پوښتنې لاندې راولي چې له تېرو څو کلونو يې په افغانستان کې د عامو خلکو پر وژنه لاس پورې کړی دی.
په بلخ کې د خط نو په نوم د مدني ټولنې مسوول قادر مصباح د جنرال دوستم په تړاو د بشري حقونو د خپاره شوي راپور پر وړاندې افغان حکومت ګرم وباله.
نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد د خپلو سياسي جوړښتونو د خوندي توب لپاره د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستيال د لګېدلو تورنو په اړه پوښتنه وکړي.
د ولايتي شورا غړي محمد ابراهيم خير اندېش جنرال دوستم د افغانستان يو ژغورونکی مشر وګاڼه.
نوموړي زياته کړه چې جنرال دوستم د تاريخ په اوږدو کې بار بار افغانستان له طالبانو، داعش او دې ورته نورو خطرونو څخه ژغورلی دی.
هغه د بشري حقوقو خپور شوی راپور رد کړ او په شمال کې يې د جنرال دوستم کړنې د حکومت د نظامي چارو يوه برخه وګڼله.
خو د بلخ د ولايتي شورا غړی ذبيح الله کاکړ بيا وايي چې په دې وروستيو کې د نظامي عملياتو په ترڅ کې جنبش ګوند پورې تړاو لرونکو وسله والو پر عامو خلکو بريدونه کړی دی.
نوموړي له همدې زاويې د جنرال دوستم په تړاو د بشر د حقوقو له خوا د خپاره شوي راپور پخلی وکړ.
کاکړ وويل چې په دې وروستيو کې د جنرال دوستم په مشرۍ د شوو عملياتو په ترڅ کې د جنبش ګوند ځينو نامسوولو وسله والو پر عامو خلکو ظلمونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې په شمال کې بايد سياسي مشران د بشري حقوقو له نقض څخه لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي اسلامي جنبش ګوند د بشري حقونو نړيوال سازمان لګول شوي تورونه رد کړل، خو ويلي يې دي چې د بې پرې څېړنو هر کلى کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










