Language

په پکتیکا کې پر نشه یي توکو د روږدو شمېر ډېر شوی

ښرنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د پکتيکا په ولايت کې د ښځو په ګډون پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دى.

د ارګون ولسوالۍ د يووالي شورا مشر شېراحمد فيضي  پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ځينو نورو ستونزو تر څنګ په دې وروستيو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم ډېر شوى دى.

هغه د کومې شمېرې له وړاندې کولو پرته وويل: ((په دې روږدو کسانو کې ښځې هم شته او دا د حکومت وظيفه ده چې پر وړاندې يې جدي مبارزه وکړي.))

ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په کرنه بوخت دي او اقتصاد يې کمزورى دى نو حکومت بايد په دې ولسوالۍ کې پرمختيايي پروژې پلې کړي.

دغه راز د پکتيکا قومي مشر اميرګل باز هم وايي چې په دې سيمه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى دى.

نوموړي د روږدو کسانو شمېر او د روږېدا علت مشخص نه کړ .

هغه وويل چې حکومت بايد يواځې له خلکو سره ژمنې ونه کړي، عملي کار بايد وکړي.

همداراز د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو کښت له صفر سره برابر دى خو ډېرى اوسېدونکي يې ورځ تر بلې پر نشه يي توکو روږدي کېږي.

هغه زياته کړه: ((کلتوري محدوديتونو هم خلکو ته د دې اجازه نه ورکوي چې يو څوک دې نشه وکړي دا يو پېغور بلل کېږي خو بيا هم دې سړې جګړې زموږ ځوانان او يو شمېر مېرمنې پر نشه يې توکو روږدي کړي دي.))

هغه ټينګار وکړ چې د نشه يي توکو پر وړاندې بايد ټول په ګډه مبارزه وکړي تر څو افغانستان له دې بدې پديدې خلاصى ومومي.

دغه راز د خيرکوټ ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر عبدالجليل پژواک ته وويل چې د پکتيکا په بازارونو کې په ښکاره ډول نشه يې توکي پلورل کېږي.

هغه وايي: ((دلته ښکاره نشه يي توکي خرڅيږي خو تراوسه پورې څوک نه نيول شوي او نه هم چاته سزا ورکړل شوې ده.))

login or register a new account.