منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۸ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پکتیکا کې پر نشه یي توکو د روږدو شمېر ډېر شوی

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د پکتيکا په ولايت کې د ښځو په ګډون پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دى.

د ارګون ولسوالۍ د يووالي شورا مشر شېراحمد فيضي  پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ځينو نورو ستونزو تر څنګ په دې وروستيو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم ډېر شوى دى.

هغه د کومې شمېرې له وړاندې کولو پرته وويل: ((په دې روږدو کسانو کې ښځې هم شته او دا د حکومت وظيفه ده چې پر وړاندې يې جدي مبارزه وکړي.))

ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په کرنه بوخت دي او اقتصاد يې کمزورى دى نو حکومت بايد په دې ولسوالۍ کې پرمختيايي پروژې پلې کړي.

دغه راز د پکتيکا قومي مشر اميرګل باز هم وايي چې په دې سيمه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى دى.

نوموړي د روږدو کسانو شمېر او د روږېدا علت مشخص نه کړ .

هغه وويل چې حکومت بايد يواځې له خلکو سره ژمنې ونه کړي، عملي کار بايد وکړي.

همداراز د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو کښت له صفر سره برابر دى خو ډېرى اوسېدونکي يې ورځ تر بلې پر نشه يي توکو روږدي کېږي.

هغه زياته کړه: ((کلتوري محدوديتونو هم خلکو ته د دې اجازه نه ورکوي چې يو څوک دې نشه وکړي دا يو پېغور بلل کېږي خو بيا هم دې سړې جګړې زموږ ځوانان او يو شمېر مېرمنې پر نشه يې توکو روږدي کړي دي.))

هغه ټينګار وکړ چې د نشه يي توکو پر وړاندې بايد ټول په ګډه مبارزه وکړي تر څو افغانستان له دې بدې پديدې خلاصى ومومي.

دغه راز د خيرکوټ ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر عبدالجليل پژواک ته وويل چې د پکتيکا په بازارونو کې په ښکاره ډول نشه يې توکي پلورل کېږي.

هغه وايي: ((دلته ښکاره نشه يي توکي خرڅيږي خو تراوسه پورې څوک نه نيول شوي او نه هم چاته سزا ورکړل شوې ده.))

هغه ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دې پديدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د ارګون د معتادينو په روغتون کې درزا خان په نوم يو تن پژواک ته وويل: ((څلور کاله کېږي چې زه د اپينو او ګوليو نشه کوم او اوس مې وضعيت ډېر خراب دى.))

هغه وايي چې د ورځې يې له پنځو تر اته سوو افغانيو پورې لګښت درلود او اوس يې کورنۍ له کوره هم شړلى دى.

د دغه روږدي کس د معلوماتو له مخې، په ارګون ولسوالۍ کې د زرو په شاخوا کې کسان پر نشه يي توکي روږدي دي او دغه لړۍ مخ پر وړاندې روانه ده.

دغه راز په د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې له روږدېدا وړاندې يې ښه ژوند جوړ و خو  اوس په ډېرو ستونزو کې ګير دى.

هغه وويل: ((اوس دلته زه بستر يم، مخکې د سروبي په بازار کې مې دوکان درلود، څلور اولادونه مې دي او ښه مې د عزت ژوند کاوه.))

نورمحمد وايي چې کورنۍ يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او ښځه او بچي يې خير غوښتلو ته اړ شوي دي.

دغه راز يوې روږدې مېرمنې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې يې نشه يې توکو ته مخه کړې ده.

هغه وويل: ((زما مېړه د شرابو، پوډرو او چرسو کاروبار کاوه، هغه به دغه شيان کور ته راوړل او کور کې به يې ساتل او مېړه به مې په کور کې نشه کوله همدا وه چې زه او ماشومان مې هم پر نشه اخته شوو.))

هغې وويل چې اوس يې نشې ته مخه شوې ده خو د نشه يې توکو د اخيستو لپاره پيسې نه لري او په ډېرو ستونزو کې ده.

هغې زياته کړه: ((يواځې زه نه، اوس مې ماشومان پر نشه يي توکيو روږدي دي،  په کلي او کور کي مو د نشې پر سر د يوې بدې کورنۍ نوم ګټلی، خپلو او پردو ټولو راته شا کړې، هېڅوک مو احوال او پوښتنه نه کوي.))

د هغې په خبره، چې اوس يې د درملنې په موخه روغتون ته مراجعه کړې ده.

پر نشه يې توکو د روږدو کسانو د درملنې روغتون ډاکتر حيات الله پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې سلګونه کسان چې ښځې په کې شاملې دي، پر نشو روږدي دي.

نوموړي زياته کړه په دغه ولايت کې د ځوانانو بې کاري، له ګاونډي هېواد پاکستان سره پراخه پوله، نا امني او د قاچاق وړونکو مخه نه نيول هغه ستونزې دي چې ډېرى ځوانان يې پر نشو روږدي کړي دي.

هغه وايي چې تر اوسه په دغه روغتون کې د لسګونو کسانو درملنه شوې او د نورو درملنه هم روانه ده.

د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى او پر وړاندې یې جدي مبارزه کوي.

هغه ژمنه وکړه چې د خلکو په همکارۍ به په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د کښټ او قاچاق مخه نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې يواځې په پکتيکا نه، بلکې د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې په دې وروستيو کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى دى.

د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په هېواد کې پر نشه يې توکو د اخته کسانو شمېر نږدې دوو ميليونو ته رسېږي.

د يادونې ده، د روږدو کسانو ډېر شمېر هغه کسان جوړوي چې د کډوالۍ شپې يې په ګاونډي هېواد ايران کې تېرې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه