پل علم (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د لوګر مسوولين وايي، په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ چورلکې په پېښه کې د تښتول شوو کسانو د خلاصون لپاره د پاکستان حکومت يو پلاوى دې ولسوالۍ ته استولى دى.
دې چورلکې د زمري په ١٤مه د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه.
د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي عبدالولي وکيل د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو کسانو د خلاصون لپاره د افغان پلاوي او وسله والو طالبانو تر منځ خبرې په ټپه ولاړې دي.
ده زياته کړه، په پېښور او کوېټې کې د وسله والو طالبانو شوراګانو په ازره کې پر طالبانو فشار راوړى، تر څو نيول شوي کسان د پاکستان حکومت ته وسپاري.
د هغه په وينا، د يادو کسانو د خلاصون په موخه د پاکستان حکومت پرون يو پلاوى ازرې ولسوالۍ ته استولى دی، تر څو له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.
وکيل وايي، په دغه پلاوي کې د ډيورند کرښې اخوا قومي مشران، ځيني افغانان، د پاکستان د پوځ د وياند مرستيال او ځيني نور کسان شامل دي.
خو نوموړي په دې اړه چې دغه معلومات يې له کوم ځايه ترلاسه کړي، له څه ويلو ډډه وکړه.
دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم وويل چې پاکستان د تښتول شوو کسانو د خلاصون لپاره يو پلاوى استولى دى.
هغه زياته کړه، د يادو کسانو پر سر د طالبانو ترمنځ اختلافات هم را پيدا شوي چې له امله يې له افغان پلاوي سره خبرې هم بندې کړې دي.
دى وايي: ((يوه ډله طالبان وايي چې دغه کسان افغان حکومت ته سپارو، بله ډله يې وايي چې د پاکستان حکومت ته دې وسپارل شي، خو بله ډله بيا وايي چې له پاکستان سره بايد د بنديانو د خلاصون لپاره دغه کسان تبادله شي.))
حميد دا هم وويل چې نيول شوي کسان تر اوسه روغ او جوړ دي او د طالب قوماندانانو ملا شېرين او ملا ولي له لوري په پټ ځاى کې ساتل کېږي.
خو د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په رسمي توګه د پاکستاني پلاوي له راتګ څخه خبر نه دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP