Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د یوې څاه د اوبو څښلو له امله ٥٦ کسان مسموم شوي

لومړى تعقيب - مهترلام (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د یوې څاه په اوبو کې د زهرجنو توکو اچولو له امله د يوې کورنۍ ٥٦ کسان مسموم شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه دوولس بجې د قرغيو ولسوالۍ د کاکڅ سیمې په فرمانخېلو کلي کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې د نامعلومو کسانو له خوا د ياد کلي د اوبو په يو څاه کې زهري توکي اچول شوي چې له امله يې د دغه کلي د يوې کورنۍ ٥٦ کسان مسموم شوي دي.

ځواک وايي، په مسموم شوو کې ٢٨ ښځې ، ٢٢ نارينه او ٦ ماشومان شامل دي او د يادې ولسوالۍ د کاکڅ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د والي وياند وويل، چې څلور تنه سخت ناروغان د ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځواک زياتوي، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په لارښوونه د عامې روغتيا رييس يادې سيمې ته د ډاکټرانو له يوه ټېم او امبولاسونو سره ورغلى، څو د مسموم شوو کسانو پر وخت درملنه وشي.

د هغه په وينا، دغه راز د قرغيو ولسوال او امنيتي مسوولينو ته  هم جدي لارښوونه شوې چې سيمه او ناروغان له نږدې وګوري او دغه پېښه په دقيقه توګه و‌څېړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.