لومړى تعقيب - مهترلام (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د یوې څاه په اوبو کې د زهرجنو توکو اچولو له امله د يوې کورنۍ ٥٦ کسان مسموم شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه دوولس بجې د قرغيو ولسوالۍ د کاکڅ سیمې په فرمانخېلو کلي کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې د نامعلومو کسانو له خوا د ياد کلي د اوبو په يو څاه کې زهري توکي اچول شوي چې له امله يې د دغه کلي د يوې کورنۍ ٥٦ کسان مسموم شوي دي.
ځواک وايي، په مسموم شوو کې ٢٨ ښځې ، ٢٢ نارينه او ٦ ماشومان شامل دي او د يادې ولسوالۍ د کاکڅ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند وويل، چې څلور تنه سخت ناروغان د ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځواک زياتوي، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په لارښوونه د عامې روغتيا رييس يادې سيمې ته د ډاکټرانو له يوه ټېم او امبولاسونو سره ورغلى، څو د مسموم شوو کسانو پر وخت درملنه وشي.
د هغه په وينا، دغه راز د قرغيو ولسوال او امنيتي مسوولينو ته هم جدي لارښوونه شوې چې سيمه او ناروغان له نږدې وګوري او دغه پېښه په دقيقه توګه وڅېړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










