کندهار(پژواک،٢١زمرى٩٥): کندهار مېشتي صنعتکاران وايي، که حکومت د دې ولايت صنتعي پارک ته د اړتيا وړ برېښنا چمتو کړي نو دلته به په لسګونو سوداګر پانګونه وکړي او د فابريکو شمېر به ٣٥٠ ته پورته شي.
اوسمهال د کندهار په صنعتي پارک کې د برېښنا د کمښت له امله له ٢٠٠ فابريکو شاوخوا ٥٠ نيمه فعالې دي، خو ١٥٠ نورې تړلې دي.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مشر حاجي باري داد صادق پژواک خبري اژانس ته وويل، د صنعتي پارک تر ټولو لويه ستونزه د برېښنا کمښت دى چې پانګه وال يې سخت زيانمن کړي دي.
د ده په خبره، د دې تر څنګ په صنعتي پارک کې د خدماتو نشتوالى هم هغه جدي ستونزه ده چې د صنعتکارانو فعاليتونه يې ټکني کړي دي.
دى وايي، اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته يواځې د اتو ساعتونو لپاره ٦ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د ټولو فابريکو د فعاله ساتلو لپاره ٢٥ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا ده.
ده وويل، د همدې ستونزې له امله پانګه وال درانه زيانونه ګالي، ځکه صنعتي پارک ته شپږ مېګاواټه برېښنا په دوه شفټه کې ورکول کېږي، چې په ټوله ورځ کې يواځې درې يا څلور ساعته وي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د ډېرو فابريکو مسوولينو له بهرنيو هېوادونو څخه کارګر په لوړ معاش راوستي دي، که برېښنا وي او که نه وي، مجبور دي هغوى ته تنخوا ورکړي.
د ده په خبره، فابريکې ٢٤ ساعته برېښنا ته اړتيا لري، ځکه د يو شمېر فابريکو مشينري درې يا څلور ساعته وروسته کار ته اماده کېږي، نو کله چې برېښنا درې يا څلور ساعته وي، هغه فابريکه به څنګه وچلېږي؟
دى وايي، که د کندهار صنعتي پارک ته له اړتيا سره سم ٢٥ مېګاواټه برېښنا چمتو شي نو دغلته به په لسګونو نور پانګه وال هم پانګونه وکړي او د فابريکو شمېر به تر ٣٥٠ او ٤٠٠ پورې لوړ شي.
خو ده يادونه وکړه چې څو ورځې وړاندې يې د صنعتي پارک د برېښنا د ستونزې د حل او دغلته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه مرکز کابل ته سفر کړى وو چې د ستونزو د حل ژمنې ورسره وشوې.
ده زياته کړه، د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولينو ورسره ژمنه کړې چې د کندهار صنعتي پارک ته د ورکول کېدونکې ٦ مېګاواټه برېښنا کچه به ٨ مېګاواټه ته لوړوي او د اتو ساعتونو پر ځاى به ١٠ ساعته برېښنا ورکوي.
د نوموړي په وينا، مسوولينو ژمنه ورکړه چې په کندهار کې به د ١٠ مېګاواټه په اندازه د لمريزې برېښنا د توليد د دستګاه د نصبولو چارې هم ګړندۍ کوي.
login or register a new account.