کابل، پل علم (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په لوګر ولايت کې د غورځېدلې چورلکې شپږ تنه عمله اسلام اباد ته رسول شوې ده.
د روانې زمري مياشتې په ١٦مه، د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې د پاکستان د پنجاب ايالت اړونده يوه سپين رنګه چورلکه د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې وه چې وروسته د وسله والو طالبانو لخوا پرې بريد وشو او شپږ پاکستاني پوځي افسران او يو روسى وګړى يې له ځانه سره وړي وو.
پاکستان ويلي و چې دا چورلکه يې ازبکستان ته د ترميم لپاره بيوله او په دې اړه يې له افغانستان څخه اجازه هم اخيستې وه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د ارګ ماڼۍ هم منلې چې پاکستان د افغانستان پرفضا د يوې چورلکې د الوت اجازه غوښتې وه، خو ولسمشر تېره اونۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د يادې پېښې د کره څېړلو په موخه دوو کمېسيونونو ته دنده سپارلې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د زمري په ٢٣ مه، ويلي چې وسله والو طالبانو د يادې چورلکې شپږ تنه پاکستانۍ سپراۍ خوشې کړې او اسلام اباد ته رسول شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې ياد کسان د افغانستان او پاکستان پر ګـډه پوله پاکستانيو چارواکو ته سپارل شوي وو چې وروسته په يوه بله چورلکه کې اسلام اباد ته ولېږدول شول .
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې خوشې شوي کسان روغ رمټ دي، خو د روسي وګړي په اړه يې څه نه دي ويلي.
بلخوا ځينې سرچينې وايي چې دا کسان تېره شپه په کورمه ايجنسۍ کې ځايي چارواکو او قومي مشرانو ته سپارل شوي دي.
د دې پېښې له رامنځته کېدو راهيسې وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
بلخوا د لوګر د ازرې ولسوالۍ ولسوال حميدالله حميد وايي چې ياد کسان له ولسوالۍ څخه وړل شوي دي، خو دا چې پاکستان ته يې سپارلي، په اړه يې معلومات نه لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې تښتول شوي پاکستان پوځي افسران په دې وروستيو کې ناروغه شوي وو.
د نوموړي په وينا، د حقاني ډلې هڅه کوله چې له کوم قيد او شرط پرته دا کسان پاکستان ته وسپارل شي، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله شک درلود چې دوى داعش سره د مرستې لپاره راغلي وو او پر قوي پلټنو يې ټينګار کاوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP