کابل، پل علم (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په لوګر ولايت کې د غورځېدلې چورلکې شپږ تنه عمله اسلام اباد ته رسول شوې ده.
د روانې زمري مياشتې په ١٦مه، د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې د پاکستان د پنجاب ايالت اړونده يوه سپين رنګه چورلکه د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې وه چې وروسته د وسله والو طالبانو لخوا پرې بريد وشو او شپږ پاکستاني پوځي افسران او يو روسى وګړى يې له ځانه سره وړي وو.
پاکستان ويلي و چې دا چورلکه يې ازبکستان ته د ترميم لپاره بيوله او په دې اړه يې له افغانستان څخه اجازه هم اخيستې وه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د ارګ ماڼۍ هم منلې چې پاکستان د افغانستان پرفضا د يوې چورلکې د الوت اجازه غوښتې وه، خو ولسمشر تېره اونۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د يادې پېښې د کره څېړلو په موخه دوو کمېسيونونو ته دنده سپارلې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د زمري په ٢٣ مه، ويلي چې وسله والو طالبانو د يادې چورلکې شپږ تنه پاکستانۍ سپراۍ خوشې کړې او اسلام اباد ته رسول شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې ياد کسان د افغانستان او پاکستان پر ګـډه پوله پاکستانيو چارواکو ته سپارل شوي وو چې وروسته په يوه بله چورلکه کې اسلام اباد ته ولېږدول شول .
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې خوشې شوي کسان روغ رمټ دي، خو د روسي وګړي په اړه يې څه نه دي ويلي.
بلخوا ځينې سرچينې وايي چې دا کسان تېره شپه په کورمه ايجنسۍ کې ځايي چارواکو او قومي مشرانو ته سپارل شوي دي.
د دې پېښې له رامنځته کېدو راهيسې وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
بلخوا د لوګر د ازرې ولسوالۍ ولسوال حميدالله حميد وايي چې ياد کسان له ولسوالۍ څخه وړل شوي دي، خو دا چې پاکستان ته يې سپارلي، په اړه يې معلومات نه لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې تښتول شوي پاکستان پوځي افسران په دې وروستيو کې ناروغه شوي وو.
د نوموړي په وينا، د حقاني ډلې هڅه کوله چې له کوم قيد او شرط پرته دا کسان پاکستان ته وسپارل شي، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله شک درلود چې دوى داعش سره د مرستې لپاره راغلي وو او پر قوي پلټنو يې ټينګار کاوه.
دغه راز تر دې مخکې وسله والو طالبانو ته ځينو نږدې سرچينه ويلي وو چې د غورځېدلې پاکستانۍ چورلکې د عملې د خوشې کولو په بدل کې له پاکستان څخه د مهمو طالب بنديانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.
سرچينې زياته کړې وه چې د يادې چورلکې پر موضوع طالبان پر دوو ډلو وېشل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د طالبانو د نظامي شورا مشر ملا صدر ابراهيم د تحريک مشر ملا هيبت الله ته کرښه راښکلې، چې د چورلکې پاکستاني پوځي افسران بايد له بنديانو سره تبادله کړي.
د طالبانو دغه سرچينه وايي، ملا صدر د نورو بنديانو ترڅنګ د ملا برادر، د کندهار قوماندان ملا صمد او د قاري احمدالله د ورور ملا داوود مجروح چې له پاکستان سره بنديان دي، د خوشې کولو غوښتنې کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا صدر ابراهيم د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور له نږدې ملګرو څخه و او پاکستان فکر کوى چې دى د ملا منصور په وژنه کې لاس لري .
د يادونې وړده، چې تېره اونۍ هم پاکستانيو رسنيو ديادې چورلکې د کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړى و، خو ورسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا خبر رد کړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










