ښرنه(پژواک،٢٣زمرى٩٥):د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دوو ولسواليو په بېلابېلو پېښو کې ٤٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د زمري په٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ بهرنيو ځواکونو په خوشامند ولسوالۍ کې درې ځلې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې ددې بريدونو په ترڅ کې د دوو قوماندانو په ګډون ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.
خو د خوشامند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اسلم پژواک ته وويل چې دغه هوايي بريدونه پر يو کور ترسره شوي چې په ترڅ کې يې يو ډاکټر او څلور ماشومان هم وژل شوي دي.
دغه راز د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې ياد هوايي بريدونه د يوه ډاکټر پر کور ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، دغه ډاکټر عام کس و چې د خپلۍ کورنۍ له څو نورو غړيو سره په دې بريدونو کې وژل شوى دى.
خو د پکتيکا امنيه قوماندان بيا وايي چې بريدونه له کره معلوماتو وروسته په دقيقه توګه ترسره شوي دي.
هغه وويل: (( دغه کور د طالبانو د سوق او ادارې مرکز و، نو ځکه په نښه شوى دى او په دې کور کې هيڅ ملکي وګړى نه وو.))
خوشامند د پکتيکا تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې وسله وال طالبان په کې په ښکاره توګه فعاليت کوي.
دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي دا هم وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو د زيړوک پر ولسوالۍ بريد وکړ او غوښتل يې چې دغه ولسوالۍ سقوط کړي.
خو ضيايي وايي چې دغه ډله ييز بريد د افغان امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شو چې په ترڅ کې يې ٢٧طالبان و وژل شول او ١٨نور ټپيان دي.
د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې تېره شپه سلګونو کورنيو او بهرنيو طالبانو په دې ولسوالۍ بريد وکړ.
login or register a new account.