کندهار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): په کندهار کې يوه مدني بنسټ د احتجاج په توګه خېمه وهلې او په هلمند ولايت کې د جګړې د ژر درولو غوښتنه کوي.
د ځوانانو کاروان په نوم د دغه مدني بنسټ لسګونه غړي چې په دې خېمه کې سره راټول شوي، له ځانونو سره بېلابېل شعارونه لري چې پرې ليکل شوي: "موږ نور په هلمند کې جګړه نه غواړو"، "هلمنده! په غم دې غمجن يو" او ورته نور شعارونه.
د ياد شوي مدني بنسټ مشر عبدالولي ودان پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت بايد ژر تر ژره په هلمند کې د جګړې د درولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
هغه زياته کړه، په هلمند کې د پيل شوې جګړې تر ټولو ډېر زيان ملکي وګړو ته اوښتى، چې نه يواځې هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، بلکې د هغوى ژوند ژواک يې اغېزمن کړى او په زرګونو کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي.
دى وايي، په همدې بنسټ يې نن د کندهار ښار په زاړه قول اردو کې د احتجاج په توګه خېمه وهلي او لسګونه ځوانان په دې موخه راټول شوي چې پر ښکېلو غاړو د جګړې درولو غږ وکړي.
د نوموړي په وينا، که د هغوى دغه مدني خوځښت پايله ور نه کړي او ښکېلې غاړې يې غږ وا نه وري، نو تر هلمند پورې به يو لوى لاريون وکړي.
د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي، د هلمند په روانه جګړه کې ملکي خلکو ډېر زيانونه زغملي، په کار ده جګړه مارې ډلې نور د هغوى پر حالت زړه وسوځوي.
د عبدالصمد په نوم يوه سپين ږيري مشر پژواک خبري اژانس ته وويل: "د هلمند په روانه جګړه کې له ملکي وګړو او د هغوى له کورونو د سپر په توګه کار اخيستل کېږي، خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، په زرګونو کورنۍ د ژوند له اسانتياوو بې برخې شوي او خپلو مېنو پرېښودلو ته اړويستل شوي دي."
د ده په خبره، د جګړې پر مهال ګڼې سيمې د وسله والو له خوا په ماينونو پوښل شوې، ډېرې لارې، پلونه او عام المنفعه ځايونه وران شوي او يا د خلکو پر مخ تړل شوي، نور دا حالت په هيڅ توګه د زغملو نه دى.
دى وايي، وسله وال دې نور د عام ولس زغم نه امتحانوي او د هغوى پر حال دې رحم وکړي.
نوموړى له دولته هم غواړي چې ولس دې د وسله والو له شره وژغوري او نور دې دغه جګړه په پوره جديت د ولس په ګټه په داسې توګه پاى ته ورسوي چې هغوى په کې زيانمن نه شي.
د دغه احتجاجي خوځښت يوه بل ګډونوال امان الله پژواک اژانس ته وويل، د هلمند جګړه د مخدره توکو او ګاونډيو هېوادونو د ګټو جګړه ده، حکومت ته په کار ده چې د ولس په همکارۍ يې مهار کړي.
login or register a new account.