کندهار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): په کندهار کې يوه مدني بنسټ د احتجاج په توګه خېمه وهلې او په هلمند ولايت کې د جګړې د ژر درولو غوښتنه کوي.
د ځوانانو کاروان په نوم د دغه مدني بنسټ لسګونه غړي چې په دې خېمه کې سره راټول شوي، له ځانونو سره بېلابېل شعارونه لري چې پرې ليکل شوي: "موږ نور په هلمند کې جګړه نه غواړو"، "هلمنده! په غم دې غمجن يو" او ورته نور شعارونه.
د ياد شوي مدني بنسټ مشر عبدالولي ودان پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت بايد ژر تر ژره په هلمند کې د جګړې د درولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
هغه زياته کړه، په هلمند کې د پيل شوې جګړې تر ټولو ډېر زيان ملکي وګړو ته اوښتى، چې نه يواځې هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، بلکې د هغوى ژوند ژواک يې اغېزمن کړى او په زرګونو کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي.
دى وايي، په همدې بنسټ يې نن د کندهار ښار په زاړه قول اردو کې د احتجاج په توګه خېمه وهلي او لسګونه ځوانان په دې موخه راټول شوي چې پر ښکېلو غاړو د جګړې درولو غږ وکړي.
د نوموړي په وينا، که د هغوى دغه مدني خوځښت پايله ور نه کړي او ښکېلې غاړې يې غږ وا نه وري، نو تر هلمند پورې به يو لوى لاريون وکړي.
د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي، د هلمند په روانه جګړه کې ملکي خلکو ډېر زيانونه زغملي، په کار ده جګړه مارې ډلې نور د هغوى پر حالت زړه وسوځوي.
د عبدالصمد په نوم يوه سپين ږيري مشر پژواک خبري اژانس ته وويل: "د هلمند په روانه جګړه کې له ملکي وګړو او د هغوى له کورونو د سپر په توګه کار اخيستل کېږي، خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، په زرګونو کورنۍ د ژوند له اسانتياوو بې برخې شوي او خپلو مېنو پرېښودلو ته اړويستل شوي دي."
د ده په خبره، د جګړې پر مهال ګڼې سيمې د وسله والو له خوا په ماينونو پوښل شوې، ډېرې لارې، پلونه او عام المنفعه ځايونه وران شوي او يا د خلکو پر مخ تړل شوي، نور دا حالت په هيڅ توګه د زغملو نه دى.
دى وايي، وسله وال دې نور د عام ولس زغم نه امتحانوي او د هغوى پر حال دې رحم وکړي.
نوموړى له دولته هم غواړي چې ولس دې د وسله والو له شره وژغوري او نور دې دغه جګړه په پوره جديت د ولس په ګټه په داسې توګه پاى ته ورسوي چې هغوى په کې زيانمن نه شي.
د دغه احتجاجي خوځښت يوه بل ګډونوال امان الله پژواک اژانس ته وويل، د هلمند جګړه د مخدره توکو او ګاونډيو هېوادونو د ګټو جګړه ده، حکومت ته په کار ده چې د ولس په همکارۍ يې مهار کړي.
دى وايي، د دې جګړې ګټې د جګړه مارو ډلو مشران او مافيايي کړۍ تر لاسه کوي، خو زيان يې يواځې او يواځې ولس ته رسېږي.
هغه په دې هم خپګان وښود چې په هلمند او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې خلک د جګړې په اور کې سوځي، خو د حکومت ځينې مشران د دې پر ځاى چې د خلکو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي، د خپلو ناروا ګټو او واک د غځولو لپاره ناندرۍ او جنجالونه کوي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هلمند جګړې له هغه وروسته خطرناک حالت ته ورسېده چې سلګونو وسله والو طالبانو مرکز لښکرګاه ته پر نږدې ولسواليو ناوې او نادعلي پراخ بريدونه وکړل.
وسله وال اوس د هلمند ولايت له ١٤ ولسواليو پر ١٠ کنټرول لري چې افغان امنيتي ځواکونو د دغو سيمو د بېرته نيولو او د وسله والو د زور اوبه کولو په موخه عمليات پيل کړي او په بېلابېلو ولسواليو کې د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.
سيمه ييز چارواکي وايي په هلمند کې د روانو جګړو له امله شاوخوا ٣٠ زره کسان له خپلو کورونو بې ځايه شوي چې ډېرى يې په مرکز لښکرګاه کې مېشت شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










