Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نعيمي: له ننګرهاره تښتېدلي وسله وال په لغمان کې هم وځپل شول

مهترلام (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي چې له ننګرهاره تښتېدلي وسله وال مخالفين په لغمان کې د نا امنيو هڅې وکړې، خو د ملي ځواکونو له خوا وځپل شول.

د لغمان والي دغه څرګندونې د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې پر مهال کړې دي.

په لغمان کې وروستيو نا امنيو ته په اشارې نعيمي وويل، دا يو ستراتيژيک موقعيت دی چې نه يوازې د پلازمېنې دروازه ده، بلکې ۴۵ کيلومتره ترانزيټي او اقتصادي لويه لاره هم د دغه ولايت په سينه کې تېره شوې ده.

د هغه په وينا، دغه راز لغمان نه يواځې له ننګرهار، کونړ او نورستان سره ګډه پوله لري، بلکې د دولت شاه ولسوالۍ له لارې له کاپيسا ولايت سره هم ګډه پوله لري او دښمن هڅه کوي چې له دې لارې د هېواد شمال او شمال ته غځېدلې لويه لاره وګواښي.

والي د دغه ولايت د نا امنيو بل لامل په ننګرهار کې د وسله والو مخالفينو پر ضد د قوي عملياتو پيل په ګوته کړ چې د ده په وينا، له هغه ځايه وسله وال دلته راغلل او نا امنيو يې هڅې وکړې، خو د ملي ځواکونو له خوا وځپل شول.

نعيمي وويل چې د پورته لاملونو له امله دښمن په دې وروستيو کې لږ څه خپل تحرکات زيات کړي، خو دا بايد په ډاګه وويل شي چې هغوى له ملي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((دا چې په ټوليزو رسنيو کې د يو شمېر کسانو له لوري وضعيت دومره ترينګلی ښودل کېږي دا ټول د دښمن او د هغوی د خواخوږ شوم تبليغات دي او غواړي دې کار سره زموږ د ملي وسله والو ځواکونو قربانيو او سرښندنو ته په سپکه ګوري.))

د لغمان والي زياتوي، په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه قوي هوايي او ځمکني عمليات ترسره شول او دښمن ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړل شو.

هغه وايي: ((زموږ د امنيتي چارواکو او د ځايي معلوماتو له مخې دښمن ته د الينګار په استقامت د سيند ختيځې څنډې ته د مرکز اړوند په يو شمېر سيمو، خپله د الينګار ولسوالۍ د ساندروا او منګو په سيمو کې او د اليشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد، شمسه خېلو او وطن ګټو په سيمو کې درانه تلفات اوښتي دي او لسګونه يې وژل شوي دي.))

عبدالجبار نعيمي وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ په لوړه سطحه په همغږۍ کې کومه ستونزه نشته ولې په ټيټه کچه د هماهنګۍ د پياوړتيا لپاره اصلاحاتو ته اړتيا ده چې په دې برخه کې اړوندو مراجعو ته وړانديزونه هم شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې برخه کې ولايت مقام له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د ديني عالمانو، سياسي ګوندونو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو، د مېرمنو له بېلابېلو ټولنو، سوداګرو او د نورو قشرونو پرله پسې مشورتي ناستې درلودې.

والي وايي چې په دې ناستو کې د امنيت، ښې حکومتولۍ او انکشاف په برخو کې د هغوى وړانديزونه او غوښتنې په ليکلې بڼه ولسمشر، اجراييوي رييس، د امنيتي او انکشافي سکتورونو وزيرانو سره شريک شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.