مهترلام (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي چې له ننګرهاره تښتېدلي وسله وال مخالفين په لغمان کې د نا امنيو هڅې وکړې، خو د ملي ځواکونو له خوا وځپل شول.
د لغمان والي دغه څرګندونې د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې پر مهال کړې دي.
په لغمان کې وروستيو نا امنيو ته په اشارې نعيمي وويل، دا يو ستراتيژيک موقعيت دی چې نه يوازې د پلازمېنې دروازه ده، بلکې ۴۵ کيلومتره ترانزيټي او اقتصادي لويه لاره هم د دغه ولايت په سينه کې تېره شوې ده.
د هغه په وينا، دغه راز لغمان نه يواځې له ننګرهار، کونړ او نورستان سره ګډه پوله لري، بلکې د دولت شاه ولسوالۍ له لارې له کاپيسا ولايت سره هم ګډه پوله لري او دښمن هڅه کوي چې له دې لارې د هېواد شمال او شمال ته غځېدلې لويه لاره وګواښي.
والي د دغه ولايت د نا امنيو بل لامل په ننګرهار کې د وسله والو مخالفينو پر ضد د قوي عملياتو پيل په ګوته کړ چې د ده په وينا، له هغه ځايه وسله وال دلته راغلل او نا امنيو يې هڅې وکړې، خو د ملي ځواکونو له خوا وځپل شول.
نعيمي وويل چې د پورته لاملونو له امله دښمن په دې وروستيو کې لږ څه خپل تحرکات زيات کړي، خو دا بايد په ډاګه وويل شي چې هغوى له ملي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((دا چې په ټوليزو رسنيو کې د يو شمېر کسانو له لوري وضعيت دومره ترينګلی ښودل کېږي دا ټول د دښمن او د هغوی د خواخوږ شوم تبليغات دي او غواړي دې کار سره زموږ د ملي وسله والو ځواکونو قربانيو او سرښندنو ته په سپکه ګوري.))
د لغمان والي زياتوي، په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه قوي هوايي او ځمکني عمليات ترسره شول او دښمن ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړل شو.
هغه وايي: ((زموږ د امنيتي چارواکو او د ځايي معلوماتو له مخې دښمن ته د الينګار په استقامت د سيند ختيځې څنډې ته د مرکز اړوند په يو شمېر سيمو، خپله د الينګار ولسوالۍ د ساندروا او منګو په سيمو کې او د اليشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد، شمسه خېلو او وطن ګټو په سيمو کې درانه تلفات اوښتي دي او لسګونه يې وژل شوي دي.))
عبدالجبار نعيمي وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ په لوړه سطحه په همغږۍ کې کومه ستونزه نشته ولې په ټيټه کچه د هماهنګۍ د پياوړتيا لپاره اصلاحاتو ته اړتيا ده چې په دې برخه کې اړوندو مراجعو ته وړانديزونه هم شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې برخه کې ولايت مقام له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د ديني عالمانو، سياسي ګوندونو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو، د مېرمنو له بېلابېلو ټولنو، سوداګرو او د نورو قشرونو پرله پسې مشورتي ناستې درلودې.
والي وايي چې په دې ناستو کې د امنيت، ښې حکومتولۍ او انکشاف په برخو کې د هغوى وړانديزونه او غوښتنې په ليکلې بڼه ولسمشر، اجراييوي رييس، د امنيتي او انکشافي سکتورونو وزيرانو سره شريک شوي دي.
د هغه په وينا، په همدې موخه څو ځلې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتو او د ملي امنيت عمومي رياست لوړ پوړي پلاوي حتی د لوی درستيز، د کورنيو چارو وزارت د ستر سلاکار او د ملي امنيت د عمومي رياست د ولايتي معاون په ګډون هم بېلا بېل پلاوي راغلل.
نعيمي زياته کړه: ((له دغو پلاوو سره د ليدنو پر مهال د امنيتي ځواکونو د بشپړ اکمال او تجهيز، د پوستو د تحکيماتو او د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د زياتوالي مسايل شريک شول ولې تر اوسه کوم اقدام پرې نه دی شوی، موږ هيله من يو چې د امنيتي سکتور وزير صاحبان زموږ دغو غوښتنو او وړانديزونو ته د عمل جامه واغوندي.))
د لغمان والي وايي چې د وروستيو جګړو له امله د بېځايه شوو کورنيو په اړه د معلوماتو راټولولو په موخه په مرکز کې د اړوندو ادارو يو کمېسيون ټاکلی شوی چې هم د داخلي بېځايه شوو کورنيو او هم هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کورنيو سره د مرستو په خاطر د هغوی دقيق ارقام راټول کړي.
نعيمي زياتوي، په دې برخه کې يې له داخلي بېځايه شوو کورنيو او بېرته راستنېدونکو کډوالو هم غوښتنه دا ده چې د اړوند کمېسيون او ولسوالانو سره هم مهاله اړيکې ونيسي.
هغه وويل چې د هېواد ملي امنيتي ځواکونه هره ورځ په ډېرې مېړانې سره د دښمن پر وړاندې جنګېږي، هره ورځ قربانۍ ورکوي او د دې خاورې د دفاع په لار کې سرښندنې کوي نو په کار ده چې د دوی درناوی وشي بشپړ اکمال او تجهيز شي.
والي دغه راز د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د زياتوالي په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په دې اړه د دوى پر وړانديزونو بايد غور وشي.
عبدالجبار نعيمي د ټولنيزو شبکو له يو شمېر کارونکو وغوښتل چې د خپلو امنيتي ځواکونو قربانيو ته درناوى ولري او د دښمن په ګټه د تبليغاتو او د عامه ذهنيت د خرابولو او په خلکو کې د وېرې له خپرولو دې ډډه وکړي.
د هغه په وينا، د ټولنيزو شبکو کاروونکي بايد د هېواد په دې حساسو شرايطو کې د هېواد ملي ګټو او ارزښتونو ته پام د دولت د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه روښانه پيغامونه ولس ته انتقال کړي.
د لغمان والي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د دولت د بنسټونو د پياوړتيا لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










