تالقان(پژواک، ۲۸ زمرى ۹۵): د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو مخالفينو له څلورو ورځو راهيسې دغه ولسوالي کلابند کړې او تالقانو ته تللې لارې يې هم تړلې دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب الله پژواک خبري اژانس ته وايي چې په القناق سيمه کې وسله والو مخالفينو په عمومي سړک کې ماينونه ايښي او د خواجه بهاالدين په سيمه کې يې دغه لار تړلې ده.
هغه زياتوي،که حالت همداسې دوام وکړي درقد ولسوالي د به وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېږي او په دغه ښار کې به شته امنيتي ځواکونه له بد برخليک سره مخ شي.
په همدې مهال بيا د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي چې ددغې کلابندۍ د ماتولو لپاره له پرون راهيسې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.
اسير وايي چې طالبانو په القناق سيمه کې په سړک کې ماينونه خښ کړي چې را ايستل يې د امنيتي ځواکونو لپاره په جنګي ساحه ستونزه جوړه کړې.
دی وايي چې ددغو عملياتو په لړ کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۳ سيمه ييز هم ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي چې دوی هڅه کوي دغه لار ډېر ژر پرانيزي.
د هغه په خبره، چې درې سوه امنيتي ځواکونه په درقد کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د ځايي اوسېدونکو په خبره، چې د درقد ۸۰ سلنه ساحه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او دغه ولسوالۍ يواځې خواجه بهاالدين ته لار لري او بس.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP