کندهار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي چې د سپين بولدک- چمن لارې د بندېدو له امله هغوى ته شاوخوا ٣٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
بل خوا د کندهار د ولايتي ادارې مسوولين وايي چې له پاکستان سره د لارې د خلاصولو پر سر خبرې روانې دي او تمه ده چې دغه لار به ژر پرانيستل شي.
ياده شوې لار نن په څلورمه ورځ هم تړلې ده چې دواړو غاړو ته په زرګونو خلک، په مېوو او نورو خوراکي او غير خوراکي توکو بار لسګونه موټر د لارې د بيرته خلاصېدو په تمه بند پاتې دي.
د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې د بندېدو له امله يواځې د تازه مېوې سوداګرو ته تر ٣٠ ميليونه افغانيو ډېر تاوان رسېدلى.
خو دى زياتوي چې په اصل کې د لارې د بندېدو له امله ټول اوښتى زيان تر دې ډېر دى، ځکه د کرښې په هغې غاړې کې په موټرو کې بار خوراکي توکي چې افغانستان ته واردېدل، خراب شوي او د دې تر څنګ په زرګونو خلک چې د درملنې، کاروبار او نورو اړتياوو په موخه پر دې لار تګ راتګ کوي، بند پاتې دي.
د ده په خبره، يواځې له تېرې ورځې راهيسې يو شمېر سوداګرو شاوخوا ٧٠ ټنه انګور چې په موټرو کې بار او خراب شوي وو، په دښتو کې غورځولي دي، دغه راز لسګونه موټر د انګورو تر څنګ په خټکيو او هندواڼو بار ولاړ دي چې د خرابېدو وېره يې شته.
ده دا هم وويل، شاوخوا ٣ زره کارګر چې له دوى سره په باغونو کې د انګورو د راټولولو په برخه کې کار کوي، بې کاره شوي او پيسې يې پر دوى تاوان دي، دغه راز تر ٦٠ تنو ډېر منشيان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بې کاره ناست دي چې د مېوو د پلورلو دنده په غاړه لري.
د نوموړي په وينا، اوسمهال د ورځې شاوخوا اته موټره انګور او نوره مېوه د تورخم له لارې د پاکستان اسلام اباد او لاهور ښارونو ته ځي، خو د سپين بولدک- چمن له لارې کويټې، کراچي، فيصل اباد، ملتان او نورو ښارونو ته د مېوو صادرات په ټپه درېدلي دي.
دى وايي، د لارې د خلاصولو په موخه د مرکزي ادارې له چارواکو سره اړيکې نيول شوې او هغوى ډاډ ورکړى چې له پاکستاني لوري سره يې د دغې لارې د خلاصولو پر سر خبرې پيل کړې دي.
نوموړى يادونه کوي چې خلک او په ټوليزه توګه سوداګر هر څه ژر د لارې د خلاصولو په تمه دي، که د لارې بندېدا دوام پيدا کوي نو درانه زيانونه به ور واړوي.
بل خوا ګڼ شمېر عامو وګړو هم پژواک ته په ټېليفوني اړيکو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دواړو غاړو ته په زرګونو خلک چې ښځې، ماشومان او ناروغان ورسره دي، بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو په تمه ډېر کړاو زغمي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې د بندېدو ستونزه د هېواد د بهرنيو چارو له وزارت او په پاکستان کې له افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال سره شريکه شوې او له تېرې ورځې راهيسې له پاکستاني لوري سره د لارې د خلاصولو پر سر خبرې روانې دي.
login or register a new account.