کندوز ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): وسله والو مخالفينو د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد يواځينۍ ترانزيټي لارې الچين پول الوځولی دی.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر معصوم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره شپه په خان اباد ولسوالۍ کې له درنې ماتې وروسته چې ٣٧ کسان يې په کې وژل شوي او ٢٧ نور ژوبل شوي، پر الچين پول يې درنو بريدونو ته مخه کړې چې له امله يې دغه پول ويجاړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې الچين پول تر يوې کچې ژوبل شوى، په ساحه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته روانه ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، الچين پول ٣٠٠ متره اوږدوالى او شپږ متره پلنوالى لري چې درې ولسوالي له کندوز ښار سره نښلوي او له تاجکستان سره د کندوز د نښلېدو لار هم ده.
هاشمي وويل: ((دا پول د پاکستان په امر ويجاړ شوى؛ ځکه چې په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه پله له لارې له تاجکستان نه کندوز ته په ټيټه بيه او ښه کيفيت سره سمنټ او خوراکي توکي واردېدل او د پاکستاني توکو بازار يې له رکود سره مخ کړى و.))
هغه زياته کړه، د دې لپاره چې پاکستاني توکي يو ځل بيا په افغانستان، په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې وځلېږي، وسله والو مخالفينو د پاکستان په امر د الچين پول ويجاړ کړ.
په کندوز کې د سمنټو يوه سوداګر منصور وويل چې د پول ويجاړولو لامل دا دى چې پاکستاني توکو په ځانګړي ډول سمنټو په دې وروستيو کې خپل بازار بايللى و؛ ځکه خو پاکستان هڅه وکړه چې د وسله والو مخالفينو پر مټ دغه نښلوونکی پل ويجاړه کړي او په افغانستان کې يو ځل بيا پاکستاني توکو ته زمينه مساعده شي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال په بازارونو کې يوه بورجۍ با کيفیته تاجکستاني سمنټ ٤٠٠ افغانۍ بيه لري، خو که چېرته دا پول ژر تر ژره بيا ونه رغول شي، نو د سمنټو بيې به لوړه شي.
په کندوز کې د سمنټو يوه بل پلورونکي شېراحمد وويل چې هره ورځ يې تر ٢ زره بوجۍ تاجکي سمنټ پلورل او د پاکستاني سمنټو بازار له رکود سره مخ شوى دى، خو که پول بېرته ونه رغول شي، د پاکستاني سمنټو بازار به يو ځل بيا وغوړېږي.
په داسې حال کې چې هره ورځ لسګونو موټرو پر دغه پل تګ راتګ کاوه خو د پژواک خبري اژانس خبريال له سيمې په خپل راپور کې وايي چې يواځې ګړندي موټر کولى شي چې له دې پله په سختۍ سره تګ راتګ وکړي.
تېره ورځ د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې که چېرته حکومت په کندوز کې د وسله والو مخالفينو د کنټرول عمليات ونه کړي، د دې خطر شته چې وسله وال مخالفين نن شپه د الچين پول ته چاودنه ورکړي.
بلخوا طالبانو ادعا کړې چې امريکايي الوتکو پر الچين پول د دوى يوه پوسته په نښه کړې چې له امله يې درې طالبان وژل شوي او د پول يوه برخه نړېدلې ده.
ددې ډلې يوه وينا ذبيح الله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته په يوه برېښناليک کې ويلي چې د الچين پول د ويجاړولو نه موخه داده چې پر کندوز ښار د طالبانو د پرمختګ او تعرض مخنيوى وشي.