مزارشريف (پژواک، ٤ وږى ٩٥): په ولسي جرګه کې د بلخ پر یوه وکيل چاودنه کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو خپله وکیل ترې روغ وتلی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د خلم ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه بوجۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو او موخه يې په ولسي جرګه کې د بلخ وکيل اسدالله شريفي و، خو هغه ترې روغ وتلى دى.
د امنيت امر وويل چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP