ګردېز (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د پکتيا ډېری خلکو له حکومته غوښتي چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله خاورو ته د سپارلو رسمي مراسم ترسره کړي.
پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله شاوخوا شل کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو له خوا ووژل شو.
د ډاکټر نجيب الله په اړه نن د وږى په ٨مه په پکتيا کې لويه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او د دغه ولايت نورو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
په دې غونډه کې د پکتيا يوه قومي مشر حاجي ځاځي وويل: ((موږ له دولته ګيله من يو چې په تېرو لسو کلونو کې د ډېرو اتلانو درناوی وشو خو د ډاکټر نجيب الله په څېر د يوه ولسمشر قبر او مراسمو ته يې هېڅ پاملرنه ونه کړه.))
نوموړی وايي چې حکومت بايد د ډاکټر نجيب الله د بيا خاورو ته سپارلو مراسم په رسمي ډول ترسره کړي او په کابل کې دې په يوه ښه او مناسب ځای کې خاورو ته وسپاري.
دی وايي، په هېواد کې د هغو خلکو شخصيتونو ته زياته پاملرنه کېږې چې زور لري او يا په دولت کې لويې لويې دندې لري.
دغه راز ديني عالم قاري خواجه الدين بيان وويل چې خلک اوس د ښو او بدو شخصيتونو په توپير پوه شوي دي او هغه خلک چې هېواد ته يې قربانۍ ورکړې د هغو د درناوي غوښتنه کوي.
دی وايي ډاکټر نجيب الله نه يواځې د پکتيا، بلکې د ټول هېواد اتل دی او د دې خاورې له لپاره يې ځان قرباني کړی او دولت يې بايد درناوى وکړي.
په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري وويل چې دولت د يو شمېر ډلو د فشار له امله غواړي چې د پخواني پاچا حبيب الله کلکاني مړی رسمي خاورو ته وسپاري چې دغه کار د هېواد په تاريخ کې د نه بښلو کړنه ده.
نوموړی وايي، د شخصيتونو معيار بايد وپېژندل شي چې چا څومره هېواد او چا هم څومره پرديو ته کار کړى دى.
دی وايي، دولت بايد د ډاکټر نجيب په نوم کوم پوهنتون، لوی واټ او يا بل لوی ځای ونوموي خو دننه په دولت کې ځينې کړۍ شته چې د دغه کار مخه نيسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP