Language

د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې دوه سرتېري او دوه وسله وال وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه امنيتي سرتېري او دوه وسله وال بريدګر وژل شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د دولت اباد ولسوالۍ د بازار په دروازه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دوشنبې په ورځ هلته لوى بازار جوړېږي، د شاوخوا کليو خلک راځي او امنيتي سرتېري يې امنيت نيسي.

دراني وويل‌، دوه موټرسايکل سپاره د بازار په دروازه کې پر امنيتي سرتېرو ډزې کړې چې له امله يې يو پوليس او يو د ملي امنيت سرتېرى وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د نورو سرتېرو په ځوابي بريد کې دواړه بريدګر هم وژل شوي دي.

د عبدالکريم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې پوليس په تلاشۍ بوخت وو چې ناڅاپه ډزې وشوې.

دى وايي چې د دواړو بريدګرو جسدونه يې ليدلي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.