اسعداباد (پژواک، ٩ وږى ٩٥): په کونړ ولايت کې د چارتراش سوداګر او نجاران له وزيرانو شورا غواړي چې خپله پرېکړه عملي کړي.
د وزيرانو شورا اقتصادي کمېټې څو مياشتې مخکې پرېکړه کړې وه چې له کونړه له چارتراش لرګيو جوړو پخو توکو ته د هېواد نورو سيمو ته د لېـږدېدو اجازه ورکړل شي.
خو د کونړ د فابريکو خاوندان او نجاران وايي چې له یادې پرېکړې دا دی څو میاشتې تېرېږي خو لا هم نه ده عملي شوې.
د کونړ په مرکز کې د لروګيو د يوې فابريکې مسوول فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا د دوى په فابريکو کې له لرګو جوړو توکو ته د هېواد نورو سيمو ته د لېـږدولو اجازه وه چې له امله يې د دوى کاروبار او اقتصاد ورسره ښه و.
خو هغه زياتوي چې حکومت تېر کال پر دغه کار بندیز ولګاوو چې له امله يې نه يواځې د ډېرو خلکو کاروبار خراب شو، بلکې سلګونه کسان بې روزګاره هم شول.
فرهاد وايي چې په فابريکه کې يې تر ٤٠ پورې کسانو کار کاوو، خو اوس يې شمېر لسو ته را ټيټ شوی او کاروبار يې هم خراب شوى دى.
ده زياته کړه: ((څو مياشتې مخکې د وزيرانو شورا دغه بنديز لرې کړ، موږ سخت خوشحاله وو، خو دا دى څو مياشتې کېږي، خو دا پرېکړه نه ده عملي شوې.))
د لرګيو د يوې بلې فابريکې نجار محمد اســـماعيل وايي، د وزيرانو شورا اقتصادي کمېـټې ياد بنديز لرې کړى، خو اوس يې څوک نه عملي کوي.
هغه پژواک ته وويل: ((کله چې حکومت خپله پرېکړه عملي کولى نه شي، بيا ولې پرېکړې کوي.))
نوموړي له حکومته وغوښتل چې ياده پرېکړه دې ژر تر ژره عملي کړي، څو بېکاره شوو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او د دوى فابريکې بېرته فعالې شي.
د کونړ د سوداګرۍ خونې مشر محمد جلال وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ٥٠٠ پورې لويې او وړې صنايع شته چې تر لسو زرو پورې کسان په کې پر دندو بوخت دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې له کونړ څخه له لرګو پر جوړو توکو د لېږد بنديز لګېدلى نو دغه کاروبار په ټپه درېدلى او سلګونه کسان بېکاره شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP