اسعداباد (پژواک، ٩ وږى ٩٥): په کونړ ولايت کې د چارتراش سوداګر او نجاران له وزيرانو شورا غواړي چې خپله پرېکړه عملي کړي.
د وزيرانو شورا اقتصادي کمېټې څو مياشتې مخکې پرېکړه کړې وه چې له کونړه له چارتراش لرګيو جوړو پخو توکو ته د هېواد نورو سيمو ته د لېـږدېدو اجازه ورکړل شي.
خو د کونړ د فابريکو خاوندان او نجاران وايي چې له یادې پرېکړې دا دی څو میاشتې تېرېږي خو لا هم نه ده عملي شوې.
د کونړ په مرکز کې د لروګيو د يوې فابريکې مسوول فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا د دوى په فابريکو کې له لرګو جوړو توکو ته د هېواد نورو سيمو ته د لېـږدولو اجازه وه چې له امله يې د دوى کاروبار او اقتصاد ورسره ښه و.
خو هغه زياتوي چې حکومت تېر کال پر دغه کار بندیز ولګاوو چې له امله يې نه يواځې د ډېرو خلکو کاروبار خراب شو، بلکې سلګونه کسان بې روزګاره هم شول.
فرهاد وايي چې په فابريکه کې يې تر ٤٠ پورې کسانو کار کاوو، خو اوس يې شمېر لسو ته را ټيټ شوی او کاروبار يې هم خراب شوى دى.
ده زياته کړه: ((څو مياشتې مخکې د وزيرانو شورا دغه بنديز لرې کړ، موږ سخت خوشحاله وو، خو دا دى څو مياشتې کېږي، خو دا پرېکړه نه ده عملي شوې.))
د لرګيو د يوې بلې فابريکې نجار محمد اســـماعيل وايي، د وزيرانو شورا اقتصادي کمېـټې ياد بنديز لرې کړى، خو اوس يې څوک نه عملي کوي.
هغه پژواک ته وويل: ((کله چې حکومت خپله پرېکړه عملي کولى نه شي، بيا ولې پرېکړې کوي.))
نوموړي له حکومته وغوښتل چې ياده پرېکړه دې ژر تر ژره عملي کړي، څو بېکاره شوو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او د دوى فابريکې بېرته فعالې شي.
د کونړ د سوداګرۍ خونې مشر محمد جلال وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ٥٠٠ پورې لويې او وړې صنايع شته چې تر لسو زرو پورې کسان په کې پر دندو بوخت دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې له کونړ څخه له لرګو پر جوړو توکو د لېږد بنديز لګېدلى نو دغه کاروبار په ټپه درېدلى او سلګونه کسان بېکاره شوي دي.
جلال وايي چې فابريکې درېدلې او يا يې کاروبار کم شوى او د ولايت اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د نوموړي په وينا، څه موده مخکې د وزيرانو شورا دغه بنديز لرې کړى دى، خو تر اوسه يې په اړه عملي اقدامات نه دي شوي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي چې په دغه ولايت کې د لرګيو کاروبار ډېر ښه روان و، نجارانو له لرګيو څخه فرنېچر، دروازې، کړکۍ، مېزونه او نور توکي جوړول او د هېواد بېلابېلو سيمو ته له ګمرکي محصولاتو وروسته لېـږدول.
د هغه په وينا، له دغه کار سره د دولت عوايد هم زيات شوي وو، خو د حکومت د پرېکړې له مخې پر دغه کار د ١٣٩٤ لمريز کال د سلواغې له ٢٦مې څخه بنديز لګېدلى دى.
کليمزي پژواک ته وويل چې له مرکز سره يې دا ستونزه بار بار شريکه کړې ده او په دې اړه يو پلاوى هم اسعد اباد ته راغلى او له سوداګرو سره يې خبرې کړې دي.
د کونړ والي د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېـټې له وروستۍ پرېکړې خبر دى، خو زياتوي چې تر اوسه ورته په دې اړه رسمي مکتوب نه دى استول شوى.
ده زياته کړه: ((موږ د ټلويزيون له لارې د وزيرانو شورا له پرېکړې خبر شوي يو، په رسمي ډول تر اوسه موږ ته کوم هدايت نه دی شوی.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










