Language

ځیني لوړ پوړي چارواکي په تخار کې د نا مسوولو وسله والو ملاتړ کوي

تالقان (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د تخار د ينګي کلا ولسوال ادعا کوي چې يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي په دغه ولايت د نا مسوولو وسله والو ملاتړ کوي.

د ينګي کلا ولسوال محراب الدين حقجو د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو شمېر ډېر شوى دى.

هغه د بېلګي په توګه وويل چې د ينګي کلا ولسوالۍ د نا امنۍ ستر لامل هم دغه نامسوول وسله وال دي.

حقجو وايي چې دغه نا مسوول وسله وال د ځمکو په غصب، د نشه يي توکو په قاچاق او په انسان تښتونه کې هم لاس لري او له خلکو عُشر او زکات هم ټولوي.

دی وایي: ((په ینګي کلا کې دغه نا مسوول وسله وال له قانون څخه سرغړونه کوي، دولت ته اهمیت نه ورکوي، خلکو ته هم اهمیت نه ورکوي، حکومتولۍ او د قانون پلي کولو پر وړاندې خنډ جوړوي، له وسلې څخه یې ناوړه ګټه پورته کوي.))

نوموړی وايي چې دا نامسووله وسله وال هغه پخواني پېژندل شوي قوماندانان دي چې هر یو په سلګونو وسله وال لري او سیمه ییزه اداره نه شي کولی چې دغه خلک ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

ولسوال وايي چې دغه وسله وال د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره اړیکې لري او د هغوی له لوري یې ملاتړ کېږي.

هغه زیاتوي: ((د ولسوالۍ د قوماندانۍ په تشکیل کې ۵۲ پولیس لرو، خو په دې ولسوالۍ۴۰۰ نامسوول وسله وال دي، ۵۲ کسان څنګه کولی شي چې پر دوى قانون پلی کړی، کلاشینکوف، راکټ، پيکا او نور هر ډول وسلې هم لري.))

د ینګي کلا ولسوال د دغو نا مسووله قوماندانانو نومونه نه اخلي او دا هم نه وايي چې کوم لوړپوړي حکومتي چارواکي یې ملاتړ کوي؛ خو زیاتوي، که حکومتي چارواکي دغه کسان بې وسلې نه کړي، دا کسان به له طالبانو څخه هم د حکومت لپاره لوى ګواښ وي.

که څه هم د ځايي اوسېدونکو په خبره چې د ینګي کلا ولسوالۍ ډېره برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده؛ خو نا مسووله وسله وال هم ددې ولسوالۍ د نا امنۍ مهم او ستر لامل ګڼل کېږي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي عیدمحمد پژواک ته وويل چې ډېر شمېر کسان د دغو نامسووله وسله والو د ظلم له ا مله یې وسلې اخیستي او د طالبانو لیکو ته ورغلي.

نوموړی وايي هغه کسان چې د دغو قوماندانانو پر ضد د طالبانو لیکو ته ورغلي، یا یې د دغو قوماندانانو له لوري ځمکې غصب شوې، یا یې پلار یا ورور وژل شوي او یا هم کوم بل ظلم پرې شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics