منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ځیني لوړ پوړي چارواکي په تخار کې د نا مسوولو وسله والو ملاتړ کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

تالقان (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د تخار د ينګي کلا ولسوال ادعا کوي چې يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي په دغه ولايت د نا مسوولو وسله والو ملاتړ کوي.

د ينګي کلا ولسوال محراب الدين حقجو د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو شمېر ډېر شوى دى.

هغه د بېلګي په توګه وويل چې د ينګي کلا ولسوالۍ د نا امنۍ ستر لامل هم دغه نامسوول وسله وال دي.

حقجو وايي چې دغه نا مسوول وسله وال د ځمکو په غصب، د نشه يي توکو په قاچاق او په انسان تښتونه کې هم لاس لري او له خلکو عُشر او زکات هم ټولوي.

دی وایي: ((په ینګي کلا کې دغه نا مسوول وسله وال له قانون څخه سرغړونه کوي، دولت ته اهمیت نه ورکوي، خلکو ته هم اهمیت نه ورکوي، حکومتولۍ او د قانون پلي کولو پر وړاندې خنډ جوړوي، له وسلې څخه یې ناوړه ګټه پورته کوي.))

نوموړی وايي چې دا نامسووله وسله وال هغه پخواني پېژندل شوي قوماندانان دي چې هر یو په سلګونو وسله وال لري او سیمه ییزه اداره نه شي کولی چې دغه خلک ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

ولسوال وايي چې دغه وسله وال د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره اړیکې لري او د هغوی له لوري یې ملاتړ کېږي.

هغه زیاتوي: ((د ولسوالۍ د قوماندانۍ په تشکیل کې ۵۲ پولیس لرو، خو په دې ولسوالۍ۴۰۰ نامسوول وسله وال دي، ۵۲ کسان څنګه کولی شي چې پر دوى قانون پلی کړی، کلاشینکوف، راکټ، پيکا او نور هر ډول وسلې هم لري.))

د ینګي کلا ولسوال د دغو نا مسووله قوماندانانو نومونه نه اخلي او دا هم نه وايي چې کوم لوړپوړي حکومتي چارواکي یې ملاتړ کوي؛ خو زیاتوي، که حکومتي چارواکي دغه کسان بې وسلې نه کړي، دا کسان به له طالبانو څخه هم د حکومت لپاره لوى ګواښ وي.

که څه هم د ځايي اوسېدونکو په خبره چې د ینګي کلا ولسوالۍ ډېره برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده؛ خو نا مسووله وسله وال هم ددې ولسوالۍ د نا امنۍ مهم او ستر لامل ګڼل کېږي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي عیدمحمد پژواک ته وويل چې ډېر شمېر کسان د دغو نامسووله وسله والو د ظلم له ا مله یې وسلې اخیستي او د طالبانو لیکو ته ورغلي.

نوموړی وايي هغه کسان چې د دغو قوماندانانو پر ضد د طالبانو لیکو ته ورغلي، یا یې د دغو قوماندانانو له لوري ځمکې غصب شوې، یا یې پلار یا ورور وژل شوي او یا هم کوم بل ظلم پرې شوی دی.

دی وايي که په دې اړه حکومتي چارواکي تصمیم ونه نیسي او دغه خلک بې وسلې نه کړي، نا امنۍ ورځ تربلې پراخېږي او ډېر نور خلک به هم له مجبوریته د طالبانو لیکو ته ورشي.

عیدمحمد وايي: ((نامسووله وسله وال په ازاده توګه په ښار کې تګ راتګ کوي، څوک یې مخه نه شي نیولی، د دوی د ظلم لپاره ډېر خلک د طالبانو لیکو ورتللو ته اړ شوي، غلا کوي، د خلکو ځمکې لاندې کوي، په ښځو تېری کوي، هر ډول ظلم چې وغواړي کوي.))

د ناتاييد شوو شمېرو له مخې اوس مهال د تخار په ډېرو ولسوالیو کې په زرګونو نا مسووله وسله وال شتون لري او دغه وسله وال په ګڼو جرمونو تورن دي.

د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي هم وايي چې نامسووله وسله والو په دې ولايت کې ډيرې ستونزې پيدا کړې دي.

هغه پژواک ته وويل: ((په دې اړه موږ په کابل کې له حکومتي مشرانو سره خبرې کړې دي او د هغوى لارښوونو ته سترګې په لار يو.))

حکيمي وايي هڅې بايد وشي ترڅو  نامسووله وسله وال هم نظام ته داخل کړاى شي.

قوماندان وايي که حکومتي مشران ورته د نامسوولو وسله والو د بې وسلې کولو اجازه ورکړي، له ټولو به وسلې ټولې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د تخار والي محمد یاسین ضیاء هم څو ځلې ويلي وو چې ياد شوى وسله وال بې وسلې کوي خو تر اوسه يې اقدام نه دى کړى.

په تخار ولایت کې وروسته له هغه د نامسووله وسله والو فعالیت ګړندی شو چې دولت تېر کال د طالبانو په وړاندې مبارزه کې، پخواني قوماندانان (ولسي پاڅون) ته و هڅول او دغه قوماندانان بیا په سلګونو کسانو ته په دې نامه وسلې ورکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه