مهترلام (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د لغمان ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس پر اختلاس تورن او د څارنوالى له خوا توقيف شوى دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لغمان د کرنې او مالدارۍ رييس محمد اسماعيل دولتزی د ۱۳۹۳ لمريز کال د مصارفاتي اوراقو په يوه دوسيه کې پر اختلاس تورن شوی و .
هغه زياته کړه چې په همدې دوسيه کې د ځينو مهمو اوراقو د پټېدو له امله د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ له لوري توقيف شوی او دوسيه يې محکمې ته محول شوې ده.
د يادونې ده چې په ۱۹ ـ ۱ ـ ۱۳۹۵ د يادې دوسيې څخه ورقې پټې شوې وې چې د استيناف څارنوالۍ له لوري دغه دوسيه تر څېړنې لاندې ونيول شوه چې د ياد رياست د يوه مامور له لوري پرې د عريضې او شاهدي ورکولو وروسته تېره اونۍ د هغه دوسيه بشپړه شوه او د څارنوالۍ له لوري تر توقيف لاندې راغلی او دوسيه يې محکمې ته محول شوې ده.
پژواک هڅه وکړه چې د دولتزي نظر واخلي، خو له هغه سره اړيکه ټينګه نه شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP