منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۸ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لغمان د کرنې رييس د اختلاس په تور توقيف شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۹ کتنې

مهترلام (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د لغمان ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس پر  اختلاس تورن او د څارنوالى له خوا توقيف شوى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لغمان د کرنې او مالدارۍ رييس محمد اسماعيل دولتزی د ۱۳۹۳ لمريز کال د مصارفاتي اوراقو په يوه دوسيه کې پر اختلاس تورن شوی و .

هغه زياته کړه چې په همدې دوسيه کې د ځينو مهمو اوراقو د پټېدو له امله د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ له لوري توقيف شوی او دوسيه يې محکمې ته محول شوې ده.

د يادونې ده چې په ۱۹ ـ ۱ ـ ۱۳۹۵ د يادې دوسيې څخه ورقې پټې شوې وې چې د استيناف څارنوالۍ له لوري دغه دوسيه تر څېړنې لاندې ونيول شوه چې د ياد رياست د يوه مامور له لوري پرې د عريضې او شاهدي ورکولو وروسته تېره اونۍ د هغه دوسيه بشپړه شوه او د څارنوالۍ له لوري تر توقيف لاندې راغلی او دوسيه يې محکمې ته محول شوې ده.

پژواک هڅه وکړه چې د دولتزي نظر واخلي، خو له هغه سره اړيکه ټينګه نه شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه