Language

“په بلخ کې په لوړه کچه فساد ځيني جهادي قوماندانان او وکيلان کوي”

مزار شريف (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د بلخ د ولايتي شورا د څار کمېسيون وايي چې د دغه ولايت په فساد کې د پارلمان او ولايتي شورا ځيني غړي او د ځينو جهادي ګوندونو قوماندانان شامل دي.

دغه کمېسیون وايي، چې د هرې اونۍ په ترڅ کې يې د ۳ميليونه افغانيو ترسره کېدونکي فساد مخنيوی يې کړی دی.

دوی وايي، د فساد دغه کچه د بلخ په ګرځنده ګمرک، فوايد عامې او ښاروالي اړوند پورې چې د دوی د يوې مياشتې شوي څار پايلې دي.

د ياد کمېسيون غړي او د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ د وږي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه فساد کې په مستقيم او غير مستقيمه توګه د پارلمان او ولايتي شورا ځيني غړي او د ځينو جهادي ګوندونو قوماندانان شامل دي.

نوموړي وويل چې دوی د خلکو د شکايت پر بنسټ د ولايت مقام په لارښوونه د څارنې چارې د يو کمېسيون په بڼه پيل کړې دي.

کاکړ زياتوي، په دغه کمېسيون کې د ده په ګډون د ولايتي شورا څلور نور وکيلان شامل دي، تر نيمو شپو يې پر لويو لارو د لويو بار وړونکو موټرو څار کړی دی.

هغه وايي چې د دوی څار د بلخ ولايت پر فوايد عامې رياست، ښاروالۍ او د ګرځنده ګمرک پر چارو ترسره شوی دی.

کاکړ وويل چې د څار لپاره ټاکل شوی کمېسيون خپلې چارې د ګرځنده ګمرکي چارو له څارلو څخه پيل کړې.

نوموړي زياته کړه، دوی ته په ډاګه شوه چې د ځينو سياستوالو او ځواکمنو خلکو په ملتيا به ځينو بار وړونکو موټرو له ماليې څخه تېښته کوله.

هغه وايي: ((کله چې مو ګمرک کوم موټر ونيو، چې هغه د قانون خلاف راغلی، اسناد يې پوره نه دي، دغه موټر دې بايد دوباره تشريح شي او يا دې هم ضبط شي؛ نو د زورواکو په مرسته به بېرته خلاصېده.))

کاکړ وويل، دوی پر دې وتوانېدل چې د هغو زورواکو کسانو لاسونه ونيسي چې په مستقيم او غير مستقيمه توګه يې په ګرځنده ګمرک فشار اچاو چې موټر بايد د ګمرک له داخلېدو او قانوني کړنو لرې وساتي.

نوموړي زياته کړه چې له همدې لارې ډېری درمل د قاچاق په توګه بلخ ته راننوځي، په دې برخه کې يې مرکزي حکومت ګرم وباله چې په سرحدي سيمو کې يې مخنيوی نه شي کولی.

login or register a new account.

Related Topics