منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په بلخ کې په لوړه کچه فساد ځيني جهادي قوماندانان او وکيلان کوي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

مزار شريف (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د بلخ د ولايتي شورا د څار کمېسيون وايي چې د دغه ولايت په فساد کې د پارلمان او ولايتي شورا ځيني غړي او د ځينو جهادي ګوندونو قوماندانان شامل دي.

دغه کمېسیون وايي، چې د هرې اونۍ په ترڅ کې يې د ۳ميليونه افغانيو ترسره کېدونکي فساد مخنيوی يې کړی دی.

دوی وايي، د فساد دغه کچه د بلخ په ګرځنده ګمرک، فوايد عامې او ښاروالي اړوند پورې چې د دوی د يوې مياشتې شوي څار پايلې دي.

د ياد کمېسيون غړي او د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ د وږي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه فساد کې په مستقيم او غير مستقيمه توګه د پارلمان او ولايتي شورا ځيني غړي او د ځينو جهادي ګوندونو قوماندانان شامل دي.

نوموړي وويل چې دوی د خلکو د شکايت پر بنسټ د ولايت مقام په لارښوونه د څارنې چارې د يو کمېسيون په بڼه پيل کړې دي.

کاکړ زياتوي، په دغه کمېسيون کې د ده په ګډون د ولايتي شورا څلور نور وکيلان شامل دي، تر نيمو شپو يې پر لويو لارو د لويو بار وړونکو موټرو څار کړی دی.

هغه وايي چې د دوی څار د بلخ ولايت پر فوايد عامې رياست، ښاروالۍ او د ګرځنده ګمرک پر چارو ترسره شوی دی.

کاکړ وويل چې د څار لپاره ټاکل شوی کمېسيون خپلې چارې د ګرځنده ګمرکي چارو له څارلو څخه پيل کړې.

نوموړي زياته کړه، دوی ته په ډاګه شوه چې د ځينو سياستوالو او ځواکمنو خلکو په ملتيا به ځينو بار وړونکو موټرو له ماليې څخه تېښته کوله.

هغه وايي: ((کله چې مو ګمرک کوم موټر ونيو، چې هغه د قانون خلاف راغلی، اسناد يې پوره نه دي، دغه موټر دې بايد دوباره تشريح شي او يا دې هم ضبط شي؛ نو د زورواکو په مرسته به بېرته خلاصېده.))

کاکړ وويل، دوی پر دې وتوانېدل چې د هغو زورواکو کسانو لاسونه ونيسي چې په مستقيم او غير مستقيمه توګه يې په ګرځنده ګمرک فشار اچاو چې موټر بايد د ګمرک له داخلېدو او قانوني کړنو لرې وساتي.

نوموړي زياته کړه چې له همدې لارې ډېری درمل د قاچاق په توګه بلخ ته راننوځي، په دې برخه کې يې مرکزي حکومت ګرم وباله چې په سرحدي سيمو کې يې مخنيوی نه شي کولی.

هغه دعوه کوي چې د دوی د شوې څارنې له امله به په راتلونکي مياشت کې د بلخ د ګمرک عوايد د تېرو مياشتو په پرتله لوړ وي.

نوموړي همداراز د بلخ په فوايد عامې په رياست کې د شته فساد يادونه وکړه او د نيمګړو چارو د وړاندې کېدو په اړه يې اندېښنه وښوده.

کاکړ وويل چې د فوايد عامې رياست د چارو په اړه داسې اسناد لري چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې د سړکونو په جوړولو کې ناغېړي او فساد کړی دی.

همداراز د لوړ تناژ مسئلې ته يې ارزښت نه دی ورکړی، موټرو ته له ټاکلي بار څخه د اته ټنه ډېر بار اجازه هم ورکړل شوې ده.

کاکړ زياتوي: ((که چېرې يو موټر له ټاکلې اندازې شپږ ټنه ډېر بار شي نو بايد ۴۸زره افغانۍ جريمه شي؛ خو په فوايد عامې رياست کې د دغو ۴۸زره افغانيو جريمه په ۳زره افغانۍ خرڅېږی.))

هغه وايي چې فوايد عامه د ځينو وسله والو له خوا په اجاره شوې ده او له همدې امله په کې فساد پراخ دی.

کاکړ وويل چې د فوايد عامې ډېری تلې ټوپکوالو اجاره کړې دي.

هغه دغه راز د مزارشريف ښاروالۍ هم په فساد کې ښکېله وګڼله او پر وړاندې يې د معتبرو اسناد درلودو يادونه وکړه.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل: ((ځيني موټر له کابله د ترانسپورټ وزارت د شته فساد په ملتيا بلخ ته د جوزجان د با وړونکو موټرو په نوم روانېږي؛ خو په مزارشريف ښاروالۍ کې د شته فساد په ملګرتيا يې په بلخ کې تخليه کوي.))

کاکړ په ټوله کې د ګرځنده ګمرک، فوايد عامې رياست او ښاروالۍ په شته فساد کې په ولسي جرګه کې د بلخ ځيني وکيلان، د بلخ ولايتي شورا ځيني وکيلان او د جهادي تنظيمونو ځيني قوماندانانو ښکېل وبلل؛ خو د چا نوم يې په ډاګه نه کړ.

نوموړي د دوی د ښکېلتيا بېلګه داسې وړاندې کړه: ((د ګمرک رييس ته د ولسي جرګې يو وکيل زنګ وهي چې زما په خوله وزير رييسان بدلوي او ته يو موټر نه خوشې کوې.))

هغه وايي چې د خپلو څرګندونو او د شوي څار په تړاو په لسګونو بېلابېل، ليکلي او ويډيويي اسناد لري.

نوموړي وويل چې دوی اوس له يادو ادارو سره تفاهم کړی دی، که چېرې له کومې خوا ورته د ګواښ زنګ راځي؛ نو د ولايتي شورا د همدغه کمېسيون يادونه دې ورته وکړي او له دوی سره دې مخ کړي.

خو د بلخ د فوايد عامې رياست مسوولين بيا فساد نه ردوي؛ خو وايي چې په دومره کچه نه دی څومره چې د ولايتي شورا وکيلان وايي.

د دغه ولايت د فوايد عامې رييس نعمت الله نصرت وويل چې د سړکونو د جوړولو ټول قراردادونه په کابل کې لاسليکېږي؛ نو دوی هېڅ دخالت په کې نه لري.

نوموړي په موټرو کې د ډېر بار په اړه وويل چې د دې چارې مخنيوی بايدپه سمنګان کې وشي.

هغه همداراز په بلخ ولايت کې د بار وړونکو موټرو د تلو د کمښت يادونه وکړه.

د ولايتي شوار وکيل ذبيح الله کاکړ وويل چې دوی به ډېر ژر د شوي فساد په تړاو ټول اسناد د بلخ ولايت مقام ته وړاندې کړي.

د بلخ ولايت مقام تاييدوي چې څه موده وړاندې ورته ولايتي شورا د شته ادارو د څار په اړه رسمي مکتوب استولی و او د والي په هدايت دغه کمېسيون خپلې چارې پيل کړې دي.

د سرپرست والي عطامحمد نور وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې دوی د ياد کمېسيون راپور ته په تمه دي چې قانوني کړنې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې اسناد وي او د افغانستان د قوانينو له مخې يو څوک مجرم وپېژندل شي نو که هر څوک وي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه