Language

“د هلمند- کندهار لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۱۶۰ وسله وال وژل شوي”

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ وږی ۹۵): چارواکي وايي، د هلمند- کندهار د لارې د خلاصون په عملیاتو کې چې يوه مياشت وخت يې ونيو، د دولت ۱۶٠ وسله وال مخالفین او درې سرتېري وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند والي د وږي په ۱۷مه د یادې لارې په وزیرو بانده سیمه کې خبریالانو ته وکړې.

ده وویل، په لاره کې نور امنيتي ګواښونه نشته، ټول خښ کړل شوي ماینونه شنډ شوي دي.

د ده په وینا، دغه لاره نږدې یوه میاشت وړاندې وروسته له هغه نا امنه شوه، کله چې وسله والو طالبانو په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

دى وايي، په دغو عملیاتو کې د دولت ۱۶۰ مخالفین وژل شوي، ۶۴ ټپيان دي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په همدې سیمه کې يې د وسله والو درې د وسلو لویې زېرمې چې ماینونه هم په کې وو، له منځه وړې دي.

والي وویل، دغه راز ۱۰۲۰ ماینونه يې هم شنډ کړي او تر هغه وروسته د پخوانیو پوستو تر څنګ يې څو نورې پوستې هم جوړې کړې دي او یوه ورځ وروسته به د دوو پلونو له جوړېدو سره سم ملکي خلکو ته هم د تګ راتګ اجازه وکړي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال معین فقیر هم وویل، عامو خلکو د وسله والو له ملاتړ څخه وروسته له هغه لاس واخیست چې په بېلابېلو سیمو کې يې پولګوټي په ماینونو والوځول او قیر سړک يې پر تراکتور وران کړ.

د ده په وینا، د لارې د لا ښه امنیت لپاره د کومانډو تر څنګ د ملي اردو او ملي پولیسو او ملي امنیت سرتېري په عملیاتو بوخت دي او هڅه يې دا ده چې د لارې له نږدې سیمو يې نور هم په شا وتمبوي.

هغه زياته کړه، په دغو عملیاتو کې ۳ سرتېري هم وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د لومړۍ لوا د درېیم کنډک قوماندان ډګرمن نظام الدین وویل، په دې سیمه کې طالبان د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې وځپل شول، هغه مقامت چې دوی په تېرو څلورو اونیو کې وکړ، د خلکو له کورونو یې ګټه پورته کول چې پرمهال د پولیسو دوه اساسي پخې پوستې ونیولي او دواړې يې په بمونو والوځولي.

د ده په خبره، اوس مخالفین نه شي کولی نور سړک ته نږدې راشي، ماینونه خښ کړي او یا هم د لارې په موټرو بریدونه وکړي.

login or register a new account.

Related Topics