منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د هلمند- کندهار لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۱۶۰ وسله وال وژل شوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ وږی ۹۵): چارواکي وايي، د هلمند- کندهار د لارې د خلاصون په عملیاتو کې چې يوه مياشت وخت يې ونيو، د دولت ۱۶٠ وسله وال مخالفین او درې سرتېري وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند والي د وږي په ۱۷مه د یادې لارې په وزیرو بانده سیمه کې خبریالانو ته وکړې.

ده وویل، په لاره کې نور امنيتي ګواښونه نشته، ټول خښ کړل شوي ماینونه شنډ شوي دي.

د ده په وینا، دغه لاره نږدې یوه میاشت وړاندې وروسته له هغه نا امنه شوه، کله چې وسله والو طالبانو په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

دى وايي، په دغو عملیاتو کې د دولت ۱۶۰ مخالفین وژل شوي، ۶۴ ټپيان دي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په همدې سیمه کې يې د وسله والو درې د وسلو لویې زېرمې چې ماینونه هم په کې وو، له منځه وړې دي.

والي وویل، دغه راز ۱۰۲۰ ماینونه يې هم شنډ کړي او تر هغه وروسته د پخوانیو پوستو تر څنګ يې څو نورې پوستې هم جوړې کړې دي او یوه ورځ وروسته به د دوو پلونو له جوړېدو سره سم ملکي خلکو ته هم د تګ راتګ اجازه وکړي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال معین فقیر هم وویل، عامو خلکو د وسله والو له ملاتړ څخه وروسته له هغه لاس واخیست چې په بېلابېلو سیمو کې يې پولګوټي په ماینونو والوځول او قیر سړک يې پر تراکتور وران کړ.

د ده په وینا، د لارې د لا ښه امنیت لپاره د کومانډو تر څنګ د ملي اردو او ملي پولیسو او ملي امنیت سرتېري په عملیاتو بوخت دي او هڅه يې دا ده چې د لارې له نږدې سیمو يې نور هم په شا وتمبوي.

هغه زياته کړه، په دغو عملیاتو کې ۳ سرتېري هم وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د لومړۍ لوا د درېیم کنډک قوماندان ډګرمن نظام الدین وویل، په دې سیمه کې طالبان د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې وځپل شول، هغه مقامت چې دوی په تېرو څلورو اونیو کې وکړ، د خلکو له کورونو یې ګټه پورته کول چې پرمهال د پولیسو دوه اساسي پخې پوستې ونیولي او دواړې يې په بمونو والوځولي.

د ده په خبره، اوس مخالفین نه شي کولی نور سړک ته نږدې راشي، ماینونه خښ کړي او یا هم د لارې په موټرو بریدونه وکړي.

بلخوا د پولیسو یوې امنیتي سرچيني د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس وویل، په هغو دوو پوستو کې چې وسله والو پر بمونو والوځولې، په یوې کې ۱۱ او په بلې کې ۱۴ پولیس ووژل شول.

دى زياتوي، د ملي اردو سرتېرو ته د ماین په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې، خو په لږ شمېر سره.

د ده په وینا، وسله والو ډېر مقامت نه شو کولی، خو یواځې په ډېرې چټکۍ سره يې په لاره کې ماینونه خښ کړل او په دوی يې لاره وتړله چې له امله يې بیا ستونزه لویه او لاره بنده شوه.

وسله والو په دې اړه چې د دوی خواته په دومره لوړه کچه مرګ ژوبله اوښتې، څه نه دي ویلي، خو د امنیتي ځواکونو خوا ته يې د ډېرې مرګ ژوبلې ادعاوې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه