جلال اباد (پژواک، ۱۷ مه ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي دي.
پرون د دغه ولايت چارواکو په حصارک ولسوالۍ کې د (صاعقه حصارک) په نوم د نوو عملياتو د پيلولو خبر ورکړى و.
دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول چې له تېرو دوو اونيو راهيسې وسله والو مخالفينو د ولسوالۍ مرکز ته نږدې ګڼې سيمې يې نيولې وې.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د وږي په ۱۷مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد عمليات تېره ورځ د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوې چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې وژل شوى مخالف قوماندان حمزه نومېده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د حصارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي قاسم خان هم پژواک ته وویل چې تېره شپه يې د درنو ډزو غږونه اورېدلي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
بلخوا وسله والو طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو خبره رد کړې او ټينګار کوي چې په دې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له لورې هېڅ عمليات نه دي ترسره شوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه چې د حصارک ولسوالۍ مرکز له دوی سره دی او امنيتي ځواکونه يواځې په امنيې قوماندانۍ کې ورټول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن