Language

چارواکو په لوګر کې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه

پل علم (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): د لوګر چارواکي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١٣ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي او ځمکني ځواکونو د مرکز اړوند د دوشنبې او بابوس په کليو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٣ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې د وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې وو.

د صالح د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو پر مهال دوه سراچه موټر، درې موټرسايکل، دوه کلاشينکوف، يو راکټ او يو ميل پيکا هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ده وويل چې د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دوشنبې د کلي اوسېدونکي احمدزبير هم وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې نښته شوې ده.

هغه وويل: ((تېر ماښام دلته امريکايي طيارې راغلې، پر طالبانو يې بمبار وکړ او څو کسان يې ورته و وژل.))

د هغه په وينا، دغه طالبان له يو کلي څخه بل ته روان وو چې تر بريد لاندې راغلل او و وژل شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ ناوخته د لوګر مرکز پل علم په قلعه موسى سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي چې په دې نښته کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.