کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): د کابل ښار په ګډون په ټول هېواد کې د لوى اختر لمونځ ادا شو.
ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ او اجرائيه رياست له مرستيالانو، يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې او ملي شورا له ځينو غړو سره په ارګ کې د لوى اختر لمونځ ادا کړ.
د هېواد د زياترو جوماتونو ملا امامانو په خپلو ويناوو کې د دې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې.
ملا امامانو او عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته، په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاګانې هم وکړې.
د کابل ښار اوسېدونکي د کابل د عيدګاه، پل خشتي، حاجي عبدالرحمن، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار په ټولو سيمو کې جوماتونو ته ولاړل او د لوى اختر لمونځ يې وکړ.
همدارنګه د هرات په مرکزي جامع جومات، د کندهار ښار په عيدګاه، د مزار شريف په روضې جومات، د ننګرهار په عيدګاه او د هېواد په نورو برخو کې هم د اختر لمونځونه ادا شول.
د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړى او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP