Language

د هلمند د نږدې ټولو ولسوالیو دولتي ادارې غیر فعالې دي

لښګرګاه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۵): په هلمند کې د وروستيو جګړو له امله له مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ پرته په نورو ولسوالیو کې دولتي ادارې غیر فعالې دي او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیراحمد شاکر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال ټولې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا کلابندې دي، يواځې د ولسوالیو ودانۍ د سرتېرو د سنګرونو په توګه کارول کېږي.

د ده په وینا، په دې وروستیو جګړو کې د ځینو ولسوالیو پر سقوط سربېره، په ځينو ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې او له امله يې ملکي خدمتونه بند دي.

شاکر وویل چې د لښکرګاه  ښار څلورمه  حوزه له تېرو ۱۱ میاشتو راهيسې د دولت له واکه وتلې ده چې له امله يې خلک اندېښمن دي.

نوموړي وویل: ((په ولسوالیو کې په مطلقه توګه ملکي خدمات بند دي، هلته يواځې دولتي ودانۍ له دولت سره دي چې د سنګرونو کار ترې اخیستل کېږي.))

هغه وويل چې د همدې نا امنيو له امله ملکي خدمات بند شوي دي.

شاکر د بېلګې په توګه وويل چې د نورو دولتي مامورينو تر څنګ له لښکرګاه ښار څخه ډېری قاضيان د نا امنيو له وېرې تللي دي.

د هلمند د ولایتي شورا بل غړي حیات الله مایار  هم پژواک ته وویل چې دا مهال د عامه خدماتو په نوم  په ولسوالیو کې هېڅ نشته، روغتونونه او ښوونځي بند دي او په نورو ادارو کې دولتي مامورين نشته.

نوموړي زیاته کړه له ولسوالیو هم ډېری هغه کورنۍ تللې دي چې ځوانان يې د ملي ځواکونو په ليکو کې وو.

هغه وايي چې دغه کورنۍ لښکرګاه ته راغلې او د نا امنيو له امله ولسواليو ته د بېرته تللو چانس نه لري.

د اړوندې موضوع په اړه  د هلمند د استیناف څارنوال فضل سلطان ساپي پژواک ته وويل چې دا مهال يواځې په لښکرګاه او ګرشک ولسواليو کې مامورين شته دي.

هغه وويل: ((په نورو ولسواليو کې هم زموږ مامورين شته خو د نا امنيو له امله کار ته نه شي تللى.))

login or register a new account.