منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۲ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند د نږدې ټولو ولسوالیو دولتي ادارې غیر فعالې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

لښګرګاه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۵): په هلمند کې د وروستيو جګړو له امله له مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ پرته په نورو ولسوالیو کې دولتي ادارې غیر فعالې دي او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیراحمد شاکر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال ټولې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا کلابندې دي، يواځې د ولسوالیو ودانۍ د سرتېرو د سنګرونو په توګه کارول کېږي.

د ده په وینا، په دې وروستیو جګړو کې د ځینو ولسوالیو پر سقوط سربېره، په ځينو ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې او له امله يې ملکي خدمتونه بند دي.

شاکر وویل چې د لښکرګاه  ښار څلورمه  حوزه له تېرو ۱۱ میاشتو راهيسې د دولت له واکه وتلې ده چې له امله يې خلک اندېښمن دي.

نوموړي وویل: ((په ولسوالیو کې په مطلقه توګه ملکي خدمات بند دي، هلته يواځې دولتي ودانۍ له دولت سره دي چې د سنګرونو کار ترې اخیستل کېږي.))

هغه وويل چې د همدې نا امنيو له امله ملکي خدمات بند شوي دي.

شاکر د بېلګې په توګه وويل چې د نورو دولتي مامورينو تر څنګ له لښکرګاه ښار څخه ډېری قاضيان د نا امنيو له وېرې تللي دي.

د هلمند د ولایتي شورا بل غړي حیات الله مایار  هم پژواک ته وویل چې دا مهال د عامه خدماتو په نوم  په ولسوالیو کې هېڅ نشته، روغتونونه او ښوونځي بند دي او په نورو ادارو کې دولتي مامورين نشته.

نوموړي زیاته کړه له ولسوالیو هم ډېری هغه کورنۍ تللې دي چې ځوانان يې د ملي ځواکونو په ليکو کې وو.

هغه وايي چې دغه کورنۍ لښکرګاه ته راغلې او د نا امنيو له امله ولسواليو ته د بېرته تللو چانس نه لري.

د اړوندې موضوع په اړه  د هلمند د استیناف څارنوال فضل سلطان ساپي پژواک ته وويل چې دا مهال يواځې په لښکرګاه او ګرشک ولسواليو کې مامورين شته دي.

هغه وويل: ((په نورو ولسواليو کې هم زموږ مامورين شته خو د نا امنيو له امله کار ته نه شي تللى.))

دغه راز د هلمند د کرنې ریاست سرپرست رفیع الله قلم پژواک ته  وویل چې په ځينو ولسواليو کې د دوی اړوند مامورین هم د روانو جګړو له امله نه شي کولی خپلو ادارو ته ولاړ شي.

ده هم وويل چې يواځې په ګرشک ولسوالۍ او لښکرګاه کې د دوى مامورين خپلو دندو ته ورځي او په پروژو کار کوي.

د نادعلي ولسوالۍ يوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې دولتي مامورين نشته او خلک خپلې ستونزې پر وسله والو طالبانو هواروي.

دغه راز د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل چې د دوى په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او دولتي مامورين نشته دي.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ په ودانۍ کې دي او له هغه ځايه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم وايي چې په ځينو ولسواليو کې ملکي خدمات نشته او خلک له ستونزو سره مخ دي.

خو هغه وايي چې امنيتي ځواکونه هڅې کوي تر څو امنيت ټينګ کړي او خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي.

د ده  په وینا، له څلورو ولسوالیو پرته چې  په بشپړ ډول له وسله والو مخالفینو سره دي، په  پاتو کې همدا مهال امنيتي ځواکونه موجود دي، هغوی په پرله پسې ډول هڅې کوي تر څو جګړې مهار کړي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى  چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او کجکي، سنګین، واشیر، نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر او خانشین ولسواليو يواځې د ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست