Language

د بلخ د ځينو ولسواليو خلک له سيمه ييزو پوليسو شکايت لري

مزارشريف (پژواک، ۲۳ وږی ۹۵): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د سيمه ييزو پوليسو له چلنده شکايت کوي، بلکې ډېری یې کړنې د طالبانو په څېر بولي.

د دغه وولايت په یو شمېر ولسواليو کې چې د نا امنۍ له امله له ستونزو سره مخ وي، د امنيتي پوليسو تر څنګ په کې د سيمه یيزو پوليسو جوړښتونه هم جوړ شوي دي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو پوليسو چلند د پوليسو په څېر نه دی.

د يادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمداجان پژواک ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو له جوړښت سره په تمه وو چې د ولسواليو امن او ثبات به د ښه کېدو پر لور روان شي.

نوموړي زياته کړه چې له سيمه ييزو پوليسو سره د ولسوالۍ په ثبات کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.

هغه وايي: ((د طالب په مقابل کې خو هېڅوک بد خلک نه دي، خو چې کله د طالب د ورکېدو لپاره دولتي ډله عام خلک ځوروي نو له طالبه بدتر فکر ورته کېږي.))

محمداجان وويل، سيمه ييز پوليس پر وړو وړو مسئلو خلک ځوروی او دوسيې ورته جوړوي.

د چاربولک ولسوالۍ  اوسېدونکي محمد الله وويل چې دلته هماغه د پخوانيو قوماندانانو وسله وال د سيمه یيزو پوليسو په توګه بيا ګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې که چېرې همدا خلک د خلکو د خير فکر وکړي نو بيا به هېڅ مسئله نه وي.

هغه وايي چې دوی هم د طالبانو په څېر خلک ځوروي او په يو او بل نامه جزيه ورکوي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې که چېرې لوړپوړي امنيتي چارواکي د بلخ په نا امنو سيمو کې د شته سيمه ييزو پوليسو په اړه معلومات راټول کړي نو مثبت اړخونه به يې خورا کم وي.

نوموړي زياته کړه، امنيتي مسوولين دنده لري چې د خلکو امنيت او ثبات لپاره ښه کار وکړي نه دا چې لا ورته ستونزې پيدا کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.