منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د ځينو ولسواليو خلک له سيمه ييزو پوليسو شکايت لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۳ وږی ۹۵): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د سيمه ييزو پوليسو له چلنده شکايت کوي، بلکې ډېری یې کړنې د طالبانو په څېر بولي.

د دغه وولايت په یو شمېر ولسواليو کې چې د نا امنۍ له امله له ستونزو سره مخ وي، د امنيتي پوليسو تر څنګ په کې د سيمه یيزو پوليسو جوړښتونه هم جوړ شوي دي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو پوليسو چلند د پوليسو په څېر نه دی.

د يادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمداجان پژواک ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو له جوړښت سره په تمه وو چې د ولسواليو امن او ثبات به د ښه کېدو پر لور روان شي.

نوموړي زياته کړه چې له سيمه ييزو پوليسو سره د ولسوالۍ په ثبات کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.

هغه وايي: ((د طالب په مقابل کې خو هېڅوک بد خلک نه دي، خو چې کله د طالب د ورکېدو لپاره دولتي ډله عام خلک ځوروي نو له طالبه بدتر فکر ورته کېږي.))

محمداجان وويل، سيمه ييز پوليس پر وړو وړو مسئلو خلک ځوروی او دوسيې ورته جوړوي.

د چاربولک ولسوالۍ  اوسېدونکي محمد الله وويل چې دلته هماغه د پخوانيو قوماندانانو وسله وال د سيمه یيزو پوليسو په توګه بيا ګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې که چېرې همدا خلک د خلکو د خير فکر وکړي نو بيا به هېڅ مسئله نه وي.

هغه وايي چې دوی هم د طالبانو په څېر خلک ځوروي او په يو او بل نامه جزيه ورکوي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې که چېرې لوړپوړي امنيتي چارواکي د بلخ په نا امنو سيمو کې د شته سيمه ييزو پوليسو په اړه معلومات راټول کړي نو مثبت اړخونه به يې خورا کم وي.

نوموړي زياته کړه، امنيتي مسوولين دنده لري چې د خلکو امنيت او ثبات لپاره ښه کار وکړي نه دا چې لا ورته ستونزې پيدا کړي.

خو د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د سيمه ييزو پوليسو په تړاو ټولې منفي څرګندونې ردوي.

نوموړي پژواک ته وويل،  تر دې دمه هېچا د سيمه ييزو پوليسو له چلند څخه دغه ډول شکايت نه دی کړی.

هغه وايي چې ممکن په ځينو سيمو کې ستونزې وي، خو که چېرې دوی اسناد ترلاسه کړی شي نو قانوني چلند به وکړي.

سمنوال قادري وويل چې سيمه ييز پوليس د بلخ د امنيت په برخه کې له دوی سره شېبه په شېبه همکار دي او ښې پايلې هم لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه