خوست ښار (پژواک، ٢٤ وږى ٩٥): په خوست کې د شاتو فارمونو مسوولين وايي چې حاصلات يې ښه شوي دي، خو چې شات يې په ارزانه بيه له لاسه ځي او د مناسب بازار غوښتنه کوي.
محمدالله د خوست مرکز لوېديځ ته د څړبني د خوړ په څنډه کې د شاتو د مچيو د صندوقونو په کتلو بوخت و، ده د هر صندوق سر جلا جلا خلاصاوه چې وګوري د شاتو حاصلات يې څنګه دي.
د دې لپاره چې مچۍ يې ونه چيچي، يو ډول جال لرونکې خولۍ يې پر سر وه ، په قرار، قرار يې د شاتو پرېمونه له صندوقونو را ايستل او بيا يې بېرته پر خپل ځای اېښودل.
ده زياته کړه: ))په معمول کې څلور کسان دغه فارم کې کار کووؤ کله چې دوا او بوره ورکوو، بيا له شپږ څخه تر لسو کسانو پورې په کې کار کوو، خپل کليوال او د نورو فارمونو ملګري راغواړو.))
محمدالله په دغه فارم کې د مچيو ۲۸۳ صندوقونه لري، د هر موسم د فصلونو او ګياوو ګلانو ته په نظر سره د مچيو صندوقونه پر افغانستان سربېره د پاکستان مختلفو سيمو ته انتقالوي.
هغه زياته کړه: ((د بېرې ګبين په خټکو کې ښه توليدوي، بيا يې دير ته يوسو، هلته دا د نورو ګلان ګبين بيا ښه وي. له هغه وروسته يې درياخان ته وړو، هلته د مالټې او الوچې موسم ويؤ د الوچې له موسم سره مچۍ ښې جوړېږي.))
داسې ښکاري چې په دې وروستيو کلونو کې د شاتو د مچيو فارمونه د ودې په حال کې دي، خو د فارمونو مسوولين وايي چې شات يې په ارزانه بيه له لاسه ځي؛ ځکه د خرڅلاو کوم مناسب مارکېټ ته لاسرسی نه لري.
محمدالله وايي: ((خلک بې کاره شول، نو ځکه يې د مچيو کاروبار ته مخه کړه، په ګردېز او خوست ښارونو کې يې هم خرڅوو، خو په پېښور کې موږ ته سوداګر ډېر راځي او پر هغوی يې پلورو.))
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د شاتو د توليد شاوخوا څلور سوه فارمونه شته چې زياتره حاصلات يې په ډېره کمه بيه په غير رسمي ډول بهر ته صادرېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن