خوست ښار (پژواک، ٢٤ وږى ٩٥): په خوست کې د شاتو فارمونو مسوولين وايي چې حاصلات يې ښه شوي دي، خو چې شات يې په ارزانه بيه له لاسه ځي او د مناسب بازار غوښتنه کوي.
محمدالله د خوست مرکز لوېديځ ته د څړبني د خوړ په څنډه کې د شاتو د مچيو د صندوقونو په کتلو بوخت و، ده د هر صندوق سر جلا جلا خلاصاوه چې وګوري د شاتو حاصلات يې څنګه دي.
د دې لپاره چې مچۍ يې ونه چيچي، يو ډول جال لرونکې خولۍ يې پر سر وه ، په قرار، قرار يې د شاتو پرېمونه له صندوقونو را ايستل او بيا يې بېرته پر خپل ځای اېښودل.
ده زياته کړه: ))په معمول کې څلور کسان دغه فارم کې کار کووؤ کله چې دوا او بوره ورکوو، بيا له شپږ څخه تر لسو کسانو پورې په کې کار کوو، خپل کليوال او د نورو فارمونو ملګري راغواړو.))
محمدالله په دغه فارم کې د مچيو ۲۸۳ صندوقونه لري، د هر موسم د فصلونو او ګياوو ګلانو ته په نظر سره د مچيو صندوقونه پر افغانستان سربېره د پاکستان مختلفو سيمو ته انتقالوي.
هغه زياته کړه: ((د بېرې ګبين په خټکو کې ښه توليدوي، بيا يې دير ته يوسو، هلته دا د نورو ګلان ګبين بيا ښه وي. له هغه وروسته يې درياخان ته وړو، هلته د مالټې او الوچې موسم ويؤ د الوچې له موسم سره مچۍ ښې جوړېږي.))
داسې ښکاري چې په دې وروستيو کلونو کې د شاتو د مچيو فارمونه د ودې په حال کې دي، خو د فارمونو مسوولين وايي چې شات يې په ارزانه بيه له لاسه ځي؛ ځکه د خرڅلاو کوم مناسب مارکېټ ته لاسرسی نه لري.
محمدالله وايي: ((خلک بې کاره شول، نو ځکه يې د مچيو کاروبار ته مخه کړه، په ګردېز او خوست ښارونو کې يې هم خرڅوو، خو په پېښور کې موږ ته سوداګر ډېر راځي او پر هغوی يې پلورو.))
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د شاتو د توليد شاوخوا څلور سوه فارمونه شته چې زياتره حاصلات يې په ډېره کمه بيه په غير رسمي ډول بهر ته صادرېږي.
د کرنې سرپرست رييس ډاکټر نقيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى هڅې کوي چې د شاتو د خرڅلاو لپاره يوه مناسب مارکېټ ته لاسرسی پيدا او د افغاني حاصلاتو په نوم يې عرضه کړي.
ډاکټر نقيب الله زياتوي: ((موږ په خوست کې د شاتو د فارمونو اتحاديه نه لرو، اوس يې پر جوړولو کار کوو او لومړني کارونه يې بشپړ شوي دي. د شاتو د خرڅلاو مهمه مسئله ده او د خلکو غوښتنه هم همدا ده، موږ پوره هڅه کوو چې مناسب مارکېټ ورته پيدا کړو.))
بلخوا په خوست کې د شاتو کاروباريان او سوداګر هم وايي چې دولت دې ورته د شاتو د خرڅلاو لپاره مناسب مارکېټ پيدا کړي، څو خپل شات په ښه بيه وپلوري.
د خوست ښار يوه سوداګر جمال ټڼي پژواک اژانس ته وويل چې افغاني شات له ډېر ښه کيفيت څخه برخمن دي او که چېرې دولت ورته يو مناسب بازار پيدا کړي، نو ډېر ژر به په نړيواله سطحه شهرت پيدا کړي.
هغه زياتوي: ((نه يواځې شات، بلکې وچه مېوه لکه جلغوزي، چارمغز، بادام او نورو توليداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې کار وکړي او دې سره د هغو صادراتو مخه ونيول، چې په غيررسمې ډول نورو هېوادونو ته صادرېږي.))
د خوست د سوداګرۍ او صنايع امر بهرام برهاني بيا پژواک اژانس ته وويل چې دوی هم په دې لټه کې دي چې د شاتو لپاره يو مناسب مارکيټ پيدا کړي، خو يو شمېر دولتي چارواکي يې مخه نيسي.
هغه په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو وايي چې دوی به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
دى وايي: ((موږ غواړو چې د شاتو لپاره په کور دننه او بهر بازار پيدا کړي، خو يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکو د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس دغه کار ته نه پرېږدي.))
په همدې حال کې د افغانستان د کرنې وزارت د شاتو په تولید کې د خپل ډول د لوړې کچې خبره کوي. سرچينه وايي، تېر کال افغانستان نږدې دوه میلیونه کیلوګرامه شات تولید کړي وو.
د کرنې وزارت زياتوي، د دغه کار د پراختيا لپاره لګيا دي، ځانګړې تګلارې عملي کوي، ځکه په افغانستان کې د اب او هوا له پلوه د مچيو د روزنې لپاره زمينه ښه برابره ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










