Language

“امنيتي ځواکونه دې د ښوونځيو تر څنګ پوستې نه جوړوي”

محمودراقي (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د کاپيسا د پوهنې رييس وايي، امنيتي ځواکونه د ښوونځيو تر څنګ امنيتي پوستې نه شي جوړولى.

د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت ځينې ولسوالۍ له څو کلونو راهيسې نا امنې دي او ډېرى مهال امنيتي ځواکونو په کې د ښوونځيو تر څنګ پوستې جوړولې.

هغه زياته کړه، په ځينو سيمو کې د جګړو پر مهال امنيتي ځواکونو په ښوونځيو کې اړول چې له امله يې زده کوونکو او ښوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښته.

د ده په وينا، دا موضوع يې څو ځلې د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې او اوسمهال ياده ستونزه د پوهنې وزارت له خوا د کورنيو چارو او د دفاع له وزارت له چارواکو سره حل شوې ده.

د پوهنې رييس وايي، اوسمهال امنيتي ځواکونه د کاپيسا په نا امنو سيمو کې د ښوونځيو تر څنګ نه شي کولای چې پوستې ځای پر ځای کړي.

دى زياتوي: ((د تګاب ولسوالۍ د ښوونځيو ترڅنګ څو ځلې امنيتي پوستې جوړې شوې وې، چې د وسله والو مخالفينو د بريدونو پر مهال يو شمېر زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ښوونځيو ودانۍ هم زيانمنې شوې دي.))

ساپي وويل، د کاپيسا د نا امنو سيمو مديرانو ياده ستونزه له دوى سره شريکه کړې او دوى دا موضوع اړوندو وزارتونو ته رسولې ده.

د هغه په خبره، اوسمهال د کورنيو او دفاع وزارتونو چارواکو کلکه ژمنه کړې چې نور به دوى هېڅکله د کاپيسا په نا امنو سيمو کې د ښوونځيو تر څنګ امنيتي پوستې نه جوړوي.

نوموړى وايي، دوى د پوهنې په برخه کې اساسي کارونه کړي چې له امله يې په هره سيمه کې ښوونځي فعال شوي دي.

دى زياتوي: ((موږ په ټول کاپيسا کې ۲۷۴ ښوونيز مرکزونه لرو چې په دې کې عمومي تعليمات، ديني، مسلکي او د لومړنيو، منځنيو او د ثانوي دورې زده کوونکي زده کړې کوي چې ټول شمېر يې ١٧٠زرو ته رسېږي، چې پنځوس زره يې نجونې دي.))

بلخوا د تګاب يو ښوونکى جان اغا وايي، ډېری ځل په نا امنو سيمو کې تدريسي سيستم هم له ستونزو سره مخامخ وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کله کله عمليات وي يا کله چې جګړې وي، نو بيا په هغې ورځ ښوونکي او زده کوونکي نه شي کولای خپلو درسونو ته ادامه ورکړي؛ ځکه چې د دوى امنيت خوندي نه وي.))

login or register a new account.

Related Topics