محمودراقي (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د کاپيسا د پوهنې رييس وايي، امنيتي ځواکونه د ښوونځيو تر څنګ امنيتي پوستې نه شي جوړولى.
د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت ځينې ولسوالۍ له څو کلونو راهيسې نا امنې دي او ډېرى مهال امنيتي ځواکونو په کې د ښوونځيو تر څنګ پوستې جوړولې.
هغه زياته کړه، په ځينو سيمو کې د جګړو پر مهال امنيتي ځواکونو په ښوونځيو کې اړول چې له امله يې زده کوونکو او ښوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښته.
د ده په وينا، دا موضوع يې څو ځلې د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې او اوسمهال ياده ستونزه د پوهنې وزارت له خوا د کورنيو چارو او د دفاع له وزارت له چارواکو سره حل شوې ده.
د پوهنې رييس وايي، اوسمهال امنيتي ځواکونه د کاپيسا په نا امنو سيمو کې د ښوونځيو تر څنګ نه شي کولای چې پوستې ځای پر ځای کړي.
دى زياتوي: ((د تګاب ولسوالۍ د ښوونځيو ترڅنګ څو ځلې امنيتي پوستې جوړې شوې وې، چې د وسله والو مخالفينو د بريدونو پر مهال يو شمېر زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ښوونځيو ودانۍ هم زيانمنې شوې دي.))
ساپي وويل، د کاپيسا د نا امنو سيمو مديرانو ياده ستونزه له دوى سره شريکه کړې او دوى دا موضوع اړوندو وزارتونو ته رسولې ده.
د هغه په خبره، اوسمهال د کورنيو او دفاع وزارتونو چارواکو کلکه ژمنه کړې چې نور به دوى هېڅکله د کاپيسا په نا امنو سيمو کې د ښوونځيو تر څنګ امنيتي پوستې نه جوړوي.
نوموړى وايي، دوى د پوهنې په برخه کې اساسي کارونه کړي چې له امله يې په هره سيمه کې ښوونځي فعال شوي دي.
دى زياتوي: ((موږ په ټول کاپيسا کې ۲۷۴ ښوونيز مرکزونه لرو چې په دې کې عمومي تعليمات، ديني، مسلکي او د لومړنيو، منځنيو او د ثانوي دورې زده کوونکي زده کړې کوي چې ټول شمېر يې ١٧٠زرو ته رسېږي، چې پنځوس زره يې نجونې دي.))
بلخوا د تګاب يو ښوونکى جان اغا وايي، ډېری ځل په نا امنو سيمو کې تدريسي سيستم هم له ستونزو سره مخامخ وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کله کله عمليات وي يا کله چې جګړې وي، نو بيا په هغې ورځ ښوونکي او زده کوونکي نه شي کولای خپلو درسونو ته ادامه ورکړي؛ ځکه چې د دوى امنيت خوندي نه وي.))
دى وايي، د تګاب په کورغل سيمه کې د نجونو لپاره د ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې وې، يو وخت په کې پوليسو اړولي وو، بيا د وسله والو مخالفينو او د دوی ترمنځ جګړه ونښته، هغه دواړه ودانۍ اوس سورۍ سورۍ دي.
د هغه په خبره، د نورو سيمو ښوونځي هم له ورته ستونزو سره مخ شوي وو.
د دغه ولايت د اله سای ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي نورالله پژواک ته وويل، کله چې سيمه نا امنه وي، نو هلته د پوهنې بهير هم ټکنی وي.
د نوموړي په وينا، د اله سای په مرکز کې زيات وخت هم نښتې کېږي چې ځيني وخت زده کوونکي د جګړې د وېرې له امله نه شي حاضرېدلی.
هغه زياتوي: ((دوه کاله وړاندې حتی زموږ د پوهنې د نظارت د برخې امر، چې کله مرکز ته راته،ملي اردو کمين نيولی وو او په مرميو هغه امر ټپی شو.))
د نجراب ولسوالۍ د افغانيه سيمې اوسېدونکى ښوونکى خيرالله وايي: ((ځينې وخت په ښوونځيو کې زده کوونکي وي يا چې کله رخصتېږي وسله وال پر پوستو ډزې کوي، بيا لويه نښته کېږي او په پايله کې زده کوونکي او ښوونکي ټپيان شي.))
د کاپيسا د اول کوهستان اوسېدونکى سيداغا وايي، د نا امنو سيمو تر څنګ د پوهنې دښمنان په امنو سيمو کې هم کوښښ کوي چې د پوهنې د بهير مخه ونيسي.
نوموړی زياتوي: ((ځينې وسله وال هڅه کوي چې په امنو سيمو کې هم د ښوونځيو يا زده کوونکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.))
د هغه په خبره، دوه مياشتې وړاندې د کاپيسا په دويم کوهستان کې د يوه ساحوي دارالمعلمين مخې ته چاودنه وشوه چې د مېرمنو په ګډون څلور تنه په کې ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني وايي، په دغه ولايت کې د ښوونځيو لپاره اساسي کار شوی دی، هره سيمه د هلکانو او نجونو لپاره ښوونځي لري، پوهنتون، د مسلکي زده کړو څانګې، ډېرې لېسې او نور ډول ډول ښوونځي شته.
خو هغه زياتوي، په ځينو نا امنو سيمو کې د زده کړو پر وړاندې ننګونې او ستونزې هم شته چې د پوهنې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










