کلات (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې د زابل د ولايتي شورا رييس له يوې چاودنې روغ وتلى دى.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د شاه جوى او کلات تر منځ پر لويه لاره د شاه حسين خېلو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د چاودنې موخه د ولايتي شورا د رييس حاجي عطاء جان حقبيان موټر و، خو هغه ترې روغ وتلى او بل چا ته هم زيان نه دى اوښتى.
دى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا يوې بلې سرچينې ويلي چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن