منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د زابل د ولایتي شورا رییس له چاودنې روغ وتلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۴ کتنې

کلات  (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې د زابل د ولايتي شورا رييس له يوې چاودنې روغ وتلى دى.

د زابل د والي وياند ګل  اسلام سيال د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د شاه جوى او کلات تر منځ پر لويه لاره د شاه حسين خېلو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د چاودنې موخه د ولايتي شورا د رييس حاجي عطاء جان حقبيان موټر و، خو هغه ترې روغ وتلى او بل چا ته هم زيان نه دى اوښتى.

دى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

بلخوا يوې بلې سرچينې ويلي چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه