کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): په کابل او پکتيا کې د درېيو غونډو پر مهال ګڼو خلکو د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ملاتړ وکړ او ملت ته د هغو کسانو د ورپېژندنې غوښتنه يې وکړه چې له دې پروسې سره مخالفت کوي.
له دې غونډو څخه يوه د احمدزيو د قوم غونډه وه چې له بېلابېلو ولايتونو څخه د احمدزيو د سلګونو تنو دينې عالمانو، قومي مشرانو، د ملي او ولايتي شوراګانو غړو، مدني فعالانو او عامو خلکو په ګډون د کابل ښار په ارزان قيمت سيمه کې جوړه شوې وه.
د احمدزيو قومي مشر حاجي نوروز احمدزي په دې ناسته کې وويل: "موږ په افغانستان کې صادقانه سوله غواړو، زه د سولې ملګری يم او په هر ځای کې د سولې په برخه کې د خير همکارۍ ته تيار يم."
ده د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ملاتړ وکړ او ټولې هغه ډلې يې سولې ته راوبللې چې دا مهال له دولت سره په مخالفت کې دي.
په نننۍ ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني تره ډاکټر قيوم کوچي هم د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې د خبرو هرکلى وکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.
هغه وويل: "زه چې تر کومه ځايه خبر يم، تاسو ته زېری درکوم چې دا کارونه الحمدلله سرته رسېدلي دي که نن وي که سبا وي؛ د دې هفتې تر پايه به دغه سوله عملي بڼه پيدا کړي او دواړه مشران به د سولې پر هوکړه امضا وکړي."
د کوچي په وينا، د بن تر ناستې وروسته افغانستان کې جګړو او مخالفتونو ځکه زور واخيست چې په دې ناسته کې د حزب اسلامي حقونه تر پښو لاندې شول او طالبانو ته هم موقع ورنه کړل شوه.
هغه وويل: "جناب حکمتيار صېب يو غښتلی مجاهد و، په نره سره يې جهاد وکړ؛ د کفر او الحاد په مقابل کې ودرېد، اسلامي ګوند يو غښتلی ګوند و او اوس هم دی؛ خو د حکميتار راوستل اسانه کار نه دی، د هغه نوم د دنيا په تور لېست کې ليکل شوی، د دې له منځه وړل مېړانه غواړي، شهامت غواړي او اسلامي تقوی غواړي او ولسمشر په دې برخه کې خپلې هلې ځلې کړې دي."
کوچي د يو شمېر کسانو او کړيو له خوا د سولې د خبرو په برخه کې د خنډونو د رامنځته کولو په اړه وويل: "يو شمېر کسان د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو اشرف غني نه دی ورته تسليم شوی او ويلي یې دي چې د سولې په برخه کې که څوک خنډونه جوړوي زما لپاره د قبول وړ نه دي او که زه بيا مجبور شوم نو ولس ته مراجعه کوم."
په ولسي جرګي د کوچيانو استازي نذيزاحمد کوچي وويل، ولس او د ولس استازي د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له دواړو مشرانو (انجنير ګلبدين حکمتيار او ولسمشر محمداشرف غني) غواړي چې ډېر ژر د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي.
هغه وويل: "دا حکومت بل بديل نه لري، موږ په هره برخه کې د ولسمشر محمداشرف غني د پلانونو ملاتړ کوو او له ولسمشر نه غواړو چې په دې برخه کې شته ستونزې څنډې ته کړي او له حزب اسلامي سره دې د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي."
login or register a new account.