منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل او پکتیا کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې په ملاتړ غونډې وشوې

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): په کابل او پکتيا کې د درېيو غونډو پر مهال ګڼو خلکو د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ملاتړ وکړ او ملت ته د هغو کسانو د ورپېژندنې غوښتنه يې وکړه چې له دې پروسې سره مخالفت کوي.

له دې غونډو څخه يوه د احمدزيو د قوم غونډه وه چې له بېلابېلو ولايتونو څخه د احمدزيو د سلګونو تنو دينې عالمانو، قومي مشرانو، د ملي او ولايتي شوراګانو غړو، مدني فعالانو او عامو خلکو په ګډون د کابل ښار په ارزان قيمت سيمه کې جوړه شوې وه.

د احمدزيو قومي مشر حاجي نوروز احمدزي په دې ناسته کې وويل: "موږ په افغانستان کې صادقانه سوله غواړو، زه د سولې ملګری يم او په هر ځای کې د سولې په برخه کې د خير همکارۍ ته تيار يم."

ده د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ملاتړ وکړ او ټولې هغه ډلې يې سولې ته راوبللې چې دا مهال له دولت سره په مخالفت کې دي.

 

په نننۍ ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني تره ډاکټر قيوم کوچي هم د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې د خبرو هرکلى وکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.

هغه وويل: "زه چې تر کومه ځايه خبر يم، تاسو ته زېری درکوم چې دا کارونه الحمدلله سرته رسېدلي دي که نن وي که سبا وي؛ د دې هفتې تر پايه به دغه سوله عملي بڼه پيدا کړي او دواړه مشران به د سولې پر هوکړه امضا وکړي."

د کوچي په وينا، د بن تر ناستې وروسته افغانستان کې جګړو او مخالفتونو ځکه زور واخيست چې په دې ناسته کې د حزب اسلامي حقونه تر پښو لاندې شول او طالبانو ته هم موقع ورنه کړل شوه.

هغه وويل: "جناب حکمتيار صېب يو غښتلی مجاهد و، په نره سره يې جهاد وکړ؛ د کفر او الحاد په مقابل کې ودرېد، اسلامي ګوند يو غښتلی ګوند و او اوس هم دی؛ خو د حکميتار راوستل اسانه کار نه دی، د هغه نوم د دنيا په تور لېست کې ليکل شوی، د دې له منځه وړل مېړانه غواړي، شهامت غواړي او اسلامي تقوی غواړي او ولسمشر په دې برخه کې خپلې هلې ځلې کړې دي."

کوچي د يو شمېر کسانو او کړيو له خوا د سولې د خبرو په برخه کې د خنډونو د رامنځته کولو په اړه وويل: "يو شمېر کسان د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو اشرف غني نه دی ورته تسليم شوی او ويلي یې دي چې د سولې په برخه کې که څوک خنډونه جوړوي زما لپاره د قبول وړ نه دي او که زه بيا مجبور شوم نو ولس ته مراجعه کوم."

په ولسي جرګي د کوچيانو استازي نذيزاحمد کوچي وويل، ولس او د ولس استازي د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له دواړو مشرانو (انجنير ګلبدين حکمتيار او ولسمشر محمداشرف غني) غواړي چې ډېر ژر د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي.

هغه وويل: "دا حکومت بل بديل نه لري، موږ په هره برخه کې د ولسمشر محمداشرف غني د پلانونو ملاتړ کوو او له ولسمشر نه غواړو چې په دې برخه کې شته ستونزې څنډې ته کړي او له حزب اسلامي سره دې د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي."

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا د ولايتي شورا استازو، قومي مخورو او مدني فعالانو د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې د يوې غونډې پر مهال د سولې لپاره د ولسمشر او حزب اسلامي د مشر د هڅو ملاتړ وکړ.

د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا استازي ډاکتر شفيق الله سحر په دې ناسته کې د خپلو خبرو پر مهال له ولسمشر څخه وغوښتل تر څو هغه کړۍ ولس ته ور وپېژني چې د سولې مخالفت کوي.

د نوموړي په وينا، هغه ډلې د سولې د يادې پروسې مخالفت کوي چې خپلې ګټې په جګړو او نا امنيو کې لټوي.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال جنت خان څمکني وويل، دسولې راتګ د پکتيا د لوی او واړه هيله ده، نو ځکه د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې ملاتړ کوي.

د ولايتي شورا منشي محمد رحمن قادري هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د دې پروسې په بشپړېدو سره به نورې مخالفې ډلې هم له حکومت سره يو ځای شي .

مدني فعال ډاکتر محمد نعيم احمدز ي د سولې له بهيره بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ويې غوښتل چې ژر تر ژره دې له طالبانو سره هم د سولې په اړه خبرې پيل شي.

د ختيځ، سوېل ختيځ او مرکز اړوند يو يو شمېر خلکو هم په کابل کې د يوې ناستې پر مهال د حزب اسلامي او دولت تر منځ دسولې د خبرو ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې ډېر ژر د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.

د ختيځ زون د قومي شورا مشر عبدالخالق حسني پشه يي په دې ناسته کې وويل چې په حکومت کې د ننه يو شمېر کړۍ نه غواړي په هېواد کې د سولې خبرې بريالي شي او په افغانستان کې ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

پشه يي له حکومت نه وغوښتل هغه کسان چې نه غواړي په افغانستان کې د سولې خبرې بريالي شي، خلکو ته معرفي کړي ترڅو خلک يې په اړه قضاوت وکړي.

هغه له طالبانو هم و غوښتل چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي.

د مرکزي زون د قومي شورا مشر امير محمد لکڼوال هم د حزب اسلامي او دولت تر منځ دسولې د خبرو ملاتړ وکړ او ويې ويل: "زه د کابل، پروان او کاپيسا د مېشتو قومونو په استازيتوب له حکومت نه غواړم چې ډېر ژر دې د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي."

د دې ناستې د ګډونوالو په پرېکړليک کې راغلي چې ولسمشر دې د کړې ژمنې له مخې د سولې پروسې ته عملي بڼه ورکړي او د حزب اسلامي سره د سولې د خبرو پايلې دې ډېر ژر اعلان او طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو سره دې هم د سولې خبرې پيل کړي.

سرچينه زياتوي، د سولې په لار کې خنډ جوړونکي د هېواد او ولس دښمنان دي او دا څېرې بايد بربنډې شي.

تېره ورځ د ميدان وردګو ولايت او وړمه ورځ د لوى کندهار شورا هم د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې د خبرو هر کلى وکړ او د دې خبرو پر بنسټ د جوړ شوي هوکړه ليک د ژر لاسليک غوښتنه يې وکړه.

د حزب اسلامي او دولت تر منځ له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې د سولې خبرې روانې دي.

دواړو لوريو ويلي چې اوس په دې اړه پر يوه هوکړه ليک سره سلا شوي چې ژر به لاسليک شي.

خو د ځينو راپورونو له مخې په حکومت کې د ننه او بهر ځينو کسانو د دې هوکړه مخالفت کړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست