تالقان (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد وايي چې د شمال ختيځ زون په پوليسو کې اصلاحاتو ته اړتيا ده.
نوموړی چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د شمال ختيځ زون د امنيتي ستونزو او د پوليسو په ارزونې بوخت دی, يادې څرګندونې د وږي په ٣٠مه د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې يوې غونډې ته وکړې.
جاهد زياته کړه، دوی امنيت پورې ټولې اړوندې چارې ارزوي او غواړي پوليس مسلکي کسان پيدا کړي، څو قانون پلی کړي, ټولنيز عدالت راولي او امنيت وساتي.
هغه وايي: "سره له دې چې د پوليسو دنده د قانون پلی کول, د امنيت ټينګول او د جرايمو مخنيوی دی، خو د شته ستونزو له کبله پوليس په لومړيو کرښو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي, خو موږ هڅه کوو چې ټولې امنيتي برخې و ارزو او اصلاحات راولو."
په ورته وخت کې د تخار مرستيال والي محمد فريد ذکي, نامسووله وسله وال او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د امنيت پر وړاند سترې ننګونې وبلل چې په خبره یې سيمه ييز حکومت يې پر وړاندې په مبارزه کې نا توانه دی.
ذکي زياته کړه، څو وارې يې ولسمشرۍ, د امنيت شورا او د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړی چې د قاچاق وړونکو او نامسووله وسله والو په اړه ټينګ دريځ غوره کړي او يا هم دوی ته اجازه ورکړي چې پر وړاندې يې مبارزه وکړي، خو پاملرنه یې نه ده ورته کړې.
هغه وايي: "موږ له طالبانو سره په جګړه بوخت يو, خو د نشه يي توکو قاچاق وړونکي هغه نا اعلان شوي دښمنان دي چې له طالبانو هم خطرناک دي, دوی د تخار امنيت له خطر سره مخ کړی, څوک يې پوښتنه نه کوي, ښه دی چې د کورنيو چارو وزير راغلی زموږه ستونزې له نژدې و ګوري او تصميم و نيسي."
نوموړي زياته کړه چې د وخت تېرېدو سره په دغه ولايت کې نامسووله وسله والې ډلې زياتې شوې او دوی په تالقانو او ولسواليو کې په تورو ښيښو موټرو کې ګرځي او په غلا, تښتونه او وژنو کې هم لوی لاس لري.
د تخار د ولايتي شورا رييس روح الله رووفي وويل چې نامسوولې وسله والې ډلې په يو شمېر څرګندو ډلو ټپلو پورې اړه لري.
رووفي د تخار له امنيتي ځواکونو نيوکه وکړه چې همغږي نه لري او زياته يې کړه چې امنيت يوې خوا, پوليس بلې خو او اردو بلې ته ځغلي.
د هغه په وينا، که امنيتي ځواکونو کې همغږي رامنځته نه شي امنيت لا هم له خطر سره مخ کېږي.
خو د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي د پوليسو تنخوا کمښت, د درنو وسلو نشتوالی او د امنيتي ځواکونو شمېر کموالی د نا امنيو د مخنيوي پر وړاندې سترې ننګونې وبللې او د کورنيو چارو له وزيرې يې وغوښتل چې ورته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد دوه ورځې د بدخشان ولايت د امنيتي چارو له ارزونې وروسته تېره ورځ تخار ته راغی او ټاکل شوې د ورته موخې لپاره کندوز ته لاړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن