ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او هند کرکټ ادارو تر منځ هوکړه ليک لاسليک کېږي

د افغانستان او هند کرکټ ادارو تر منځ هوکړه ليک لاسليک کېږي

author avatar
21 Sep 2016 - 17:13
د افغانستان او هند کرکټ ادارو تر منځ هوکړه ليک لاسليک کېږي
author avatar
21 Sep 2016 - 17:13

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هندوستان له کرکټ ادارې سره يې په بېلابېلو برخو کې د همکاريو لپاره يو هوکړه ليک لاسليک ته چمتو کړى دى.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي په دې وروستيو کې نوي ډيلي ته د سفر پر مهال د هندوستان د کرکټ ادارې اجرايوي رييس راهول جوهري سره وليدل.

هغه زياته کړه چې د دې ليدنې پر مهال د دواړو ادارو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو لپاره د يو هوکړه ليک موارد نهايي شول.

هوتک وايي، د دغه هوکړه ليک له مخې به  د هند په غوره ليګ سياليو (اى پي اېل)  کې د نړۍ نورو پياوړو لوبغاړو تر څنګ د افغان لوبغاړو ته چانس ورکول کېږي.

دغه راز د افغانستان او هندوستان الف او نولس کلنو لوبډلو تر منځ د کرکټ نړيوالې سيالۍ په لاره اچول کېږي.

هوتک وايي چې د هوکړه ليک له مخې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي، هند به د افغانستان له کرکټ بورډ سره په تخنيکي برخو کې مرستې کوي،  لوبڅارانو او روزونکو ته په لوړه کچه روزنه ورکوي.

د نوموړي په وينا، دغه راز د هندوستان له روزنيزو اکاډميو (د هندوستان ملي اکاډمي ملي اکاډمۍ، بنګلور او ایم ار اېف) څخه په منظم ډول وړتيا ګټه اخيستل کېږي.

د کرکټ بورډ وياند وايي چې دواړو لورو د هوکړه ليک ټول موارد نهايي کړل او د هند کرکټ اداره به د هوکړه لیک له مواردو سره سم د افغان کرکټ بورډ له ادارې سره خپلې همکارۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي له افغان کرکټ سره د هندوستان کرکټ مرستې حياتي بولي او وايي چې د هوکړه لیک مواردو له پلي کېدو سره به افغان کرکټ د پام وړ وده وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.