کندوزښار(پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د کندوز ولايتي شورا وايي چې طالبان د دغه ولايت په هغو سيمو کې چې پرې واکمن دي، په ښوونځیو کې خپل ښوونيز نصاب پلى کوي او په ځينو ښوونيزو ادارو کې يې د جګړې ښېکلو لورو سنګرونه جوړ کړي، خو د کندوز پوهنې رياست دغه ادعاوې رد کړې دي.
د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز په حضرت سلطان، کندوز ښار او دښت ارچي ولسوالۍ کې ٢٠ ښوونځي د نا امنيو په سبب تړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د کندوز په ځينو نورو سيمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، ښوونځي پرانيستي خو طالبان په کې خپل ښوونيز نصاب پلى کوي، په يو شمېرو نورو ښوونځيو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو يو د بل پر وړاندې مورچلونه نيولي او ماينونه يې اېښې دي.
د کندوز ولايتي شورا دغه غړي وويل چې د طالبانو د واک ساحو په ښوونځيو کې د ښوونکو او مديرانو مقرري هم د دې ډلې له خوا کېږي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په ښوونځيو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو د سنګرونو نيولو د دغه ولايت د پوهنې پر نظام منفي اغېز کړى دى.
په ورته وخت کې د کندوز ولايت شورا مرستيال توريال کاکړ هم د کندوز د پوهنې وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ویې ويل چې د کندوز د پوهنې نظام څه باندې ٥٠ سلنه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
د دشت ارچي يوه ښوونکي فيروز وويل چې د دې ولسوالۍ څو ښوونځي تړل شوي او په پرانيستو ښوونځيو کې طالبان خپل نصاب پلى کوي او هر وخت د پوهنې بهير څاري.
هغه زياته کړه چې طالبانو يواځې د فرهنګ له مضمون سره مخالفت کړى، پاتې مضامين تدريسېږي او ناسوب ښوونکي جريمه کېږي.
خو د کندوز د پوهنې رياست مشر محمد رستم احمدي دا ادعا رد کړه چې په ځينو ښوونځيو کې د طالبانو نصاب پلي کېږي. هغه پژواک ته وويل چې له شک پرته د کندوز ښار شاوخوا کې جګړې پر پوهنيز نظام خپلې اغېزې شيندلې، خو په دغه ولايت کې هېڅ داسې کوم ښوونځى نشته چې د اوږد مهال لپاره تړل شوى وي.
هغه وويل چې اوسمهال يواځې په دښت ارچي ولسوالۍ کې درې ښوونځي او د ولايت په مرکز کې درې ښوونځي چې په حضرت سلطان او پل الچين کې دي، د جګړې کرښې ته د نږدې دې والي په سبب تړل شوي او سره ددې چې په بيابيا په دې اړه له امنيتي ځواکونو سره خبرې شوې، خو ښوونځي لا هم تړلي دي.
د کندوز د پوهنې مشر زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ښوونځي هم پرانيستي، وسله والو مخالفينو نجونو ته اجازه ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ووايي، خو کله کله بيا ښوونځي د جګړې په سبب د لنډ مهال لپاره تړل کېږي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ د دې پخلى وکړ چې په ځينومواردو کې امنيتي ځواکونه له ښوونيزو مرکزونو، په ځانګړي ډول ښوونځي د جګړې د مورچل په توګه کاروي.
login or register a new account.