کندوزښار(پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د کندوز ولايتي شورا وايي چې طالبان د دغه ولايت په هغو سيمو کې چې پرې واکمن دي، په ښوونځیو کې خپل ښوونيز نصاب پلى کوي او په ځينو ښوونيزو ادارو کې يې د جګړې ښېکلو لورو سنګرونه جوړ کړي، خو د کندوز پوهنې رياست دغه ادعاوې رد کړې دي.
د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز په حضرت سلطان، کندوز ښار او دښت ارچي ولسوالۍ کې ٢٠ ښوونځي د نا امنيو په سبب تړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د کندوز په ځينو نورو سيمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، ښوونځي پرانيستي خو طالبان په کې خپل ښوونيز نصاب پلى کوي، په يو شمېرو نورو ښوونځيو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو يو د بل پر وړاندې مورچلونه نيولي او ماينونه يې اېښې دي.
د کندوز ولايتي شورا دغه غړي وويل چې د طالبانو د واک ساحو په ښوونځيو کې د ښوونکو او مديرانو مقرري هم د دې ډلې له خوا کېږي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په ښوونځيو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو د سنګرونو نيولو د دغه ولايت د پوهنې پر نظام منفي اغېز کړى دى.
په ورته وخت کې د کندوز ولايت شورا مرستيال توريال کاکړ هم د کندوز د پوهنې وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ویې ويل چې د کندوز د پوهنې نظام څه باندې ٥٠ سلنه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
د دشت ارچي يوه ښوونکي فيروز وويل چې د دې ولسوالۍ څو ښوونځي تړل شوي او په پرانيستو ښوونځيو کې طالبان خپل نصاب پلى کوي او هر وخت د پوهنې بهير څاري.
هغه زياته کړه چې طالبانو يواځې د فرهنګ له مضمون سره مخالفت کړى، پاتې مضامين تدريسېږي او ناسوب ښوونکي جريمه کېږي.
خو د کندوز د پوهنې رياست مشر محمد رستم احمدي دا ادعا رد کړه چې په ځينو ښوونځيو کې د طالبانو نصاب پلي کېږي. هغه پژواک ته وويل چې له شک پرته د کندوز ښار شاوخوا کې جګړې پر پوهنيز نظام خپلې اغېزې شيندلې، خو په دغه ولايت کې هېڅ داسې کوم ښوونځى نشته چې د اوږد مهال لپاره تړل شوى وي.
هغه وويل چې اوسمهال يواځې په دښت ارچي ولسوالۍ کې درې ښوونځي او د ولايت په مرکز کې درې ښوونځي چې په حضرت سلطان او پل الچين کې دي، د جګړې کرښې ته د نږدې دې والي په سبب تړل شوي او سره ددې چې په بيابيا په دې اړه له امنيتي ځواکونو سره خبرې شوې، خو ښوونځي لا هم تړلي دي.
د کندوز د پوهنې مشر زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ښوونځي هم پرانيستي، وسله والو مخالفينو نجونو ته اجازه ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ووايي، خو کله کله بيا ښوونځي د جګړې په سبب د لنډ مهال لپاره تړل کېږي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ د دې پخلى وکړ چې په ځينومواردو کې امنيتي ځواکونه له ښوونيزو مرکزونو، په ځانګړي ډول ښوونځي د جګړې د مورچل په توګه کاروي.
هغه وويل: ((په کوم ځاى کې چې د جګړې لومړۍ کرښه وي، نو د اړتيا له مخې امنيتي ځواکونه اړ کېږي چې په ښوونيزو مرکزونو کې د لنډ وخت لپاره سنګر ونيسي، خو د وضعيت په ښه کېدو سره ښوونځي بېرته زده کوونکو ته پرانېستل کېږي، کره شمېرې نه لرو، خو ددې پخلى کوم چې امنيتي ځواکونه د اړتيا پرمهال په ښوونځي کې سنګرونه نيسي.))
د کندوز د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ٥٠٠ ښوونځيو کې څه باندې ٣٢٩ زره زده کوونکو ته روزنه ورکول کېږي چې څه باندې ١٢٤ زره يې نجونې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










