غزني ښار(پژواک،٨تله۹۵):د غزني د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې يوه ښځه او خاوند يى د کانګو په ناروغۍ اخته شوي او خاوند يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په غزني کې د کانګو ناروغۍ درې پېښې ثبت شوې وې او درېيو واړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفندي د تلې په٨مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې په دې ولايت کې د کانګو دوه نورې تازه پېښې ثبت شوې دي.
د هغې په وينا، په دې پېښو کې يو خاوند او بله يې ښځه ده چې خاوند يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړى دى.
دې وويل چې د کانګو په ناروغۍ اخته دغه ښځه اوسمهال د کابل په انتاني روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
اسفندي زياته کړه: (( دا ډيره خطرناکه ناروغي ده که په هرچا تبه راغله او ستوني يې درد کاوه بايد ژر روغتيايي مرکز ته ځان ورسوي.))
هغې وويل چې په لومړي سر کې د کانګو ناروغۍ مخنيوى شونى دى خو که يې پرمختګ وکړ بيا يې مخنيوى نه کيږي.
اسفندي د غزني له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې له ځانګړو شويو جامو پرته دې څارويو ته نه نږدې کيږي.
دغه راز د غزني اوسېدونکي هم په دې ولايت کې ددې ناروغې د ډيرېدو له امله اندېښمن شوي دي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل: (( خلک چې حيواناتو ته نږدې نه شي نو څه وکړي، دلته خو د خلکو کار وبار همدا دى نور خو هسې هم خلک وزګاره دي.))
هغه وايي چې د عامې روغتيا وزارت بايد دې ستونزې ته د حل يوه عمومي لار پيدا کړي.
په غزني کې د عامې روغتيا رياست کارکوونکي عبدالواسع پژواک ته وويل چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يو ډول پوډر دي چې بايد وکارول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن